د خیبر پښتونخوا د سر وزیر مشاور او حکومتي ویاند وايي، چې په کورمه ولسوالۍ کې د ښکیلو خواوو تر منځ اووه ورځنی اوربند اعلان شوی.
بیرسټر محمد علي سیف نن خبریالانو ته وویل چې دغه اوربند د حکومتي پلاوي او قومي مشرانو ترمنځ له ناستې وروسته شوی.
د یاد اوربند په لړ کې به دواړې خواوې بندیان او د وژل شویو کسانو مړي تبادله کوي.
کورمه ولسوالي په دې وروستیو کې د مرګونو بریدونو او مذهبي شخړو شاهده وه.