طالبان: د تلې میاشتې په صادراتو کې ۶۱ مېلیونه ډالر زیاتوالی راغلی

پرون

طالبان وایي، چې د روان کال په تلې میاشت کې د افغانستان په صادراتو کې ۶۱ مېلیونه ډالر زیاتوالی راغلی دی.
د طالبانو د ملي احصایې او معلوماتو ادارې تېره ورځ د ۱۴۰۳ کال د تلې میاشتې د صادراتو او وارداتو تازه شمېرې خپرې کړې.

د دغو شمېرو له مخې، د تلې میاشتې په اوږدو کې د افغانستان د صادراتو ارزښت ۲۳۴.۹ مېلیونه ډالرو ته رسېدلی، چې د تېرې سنبلې میاشتې پرتله ۶۱ مېلیونه ډالره زیاتوالی ښیي.
له بل پلوه بیا د وارداتو ټولیز ارزښت هم له ۹۵۴.۱ مېلیون ډالرو څخه ۱۱۴۰.۹ مېلیونه ډالرو ته لوړ شوی، چې ۱۸۶.۸ مېلیون ډالره زیاتوالی ښیي.
د دغو صادراتو ډېره برخه هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته شوې او واردات بیا له ایران، پاکستان او چین څخه ترسره شوي دي.
د دغې ادارې په وینا، د دغو تازه شمېرو سره د افغانستان په اقتصاد کې د صادراتو او وارداتو په برخه کې د پام وړ وده لیدل کېږي.
تر دې ټیک پنځه ورځې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی و، چې په تېرو اوو میاشتو کې د یو مېلیارد ۸۲۷ مېلیون ډالرو په ارزښت د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.
دغه اژانس په اېکس پاڼه لیکلي و، چې په تېرو اوو میاشتو کې یوازې د ۳۰ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي او بیا د یو مېلیارد او ۸۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.
خو د کال په دغو میاشتو کې د افغانستان د تازه او وچو میوو بازارونه تاوده وي؛ خو له هغې وروسته بیا د ژمي په میاشتو کې د افغانستان د صادراتو کچه راټیټیږي.
دا رنګه د پاکستان له‌خوا د لارو بندېدل او د تعرفو لوړول هغه بله ستونزه ده، چې د افغانستان سوداګري یې زیانمنه کړې ده.

سوداګر وایي، که طالبان د دوی د سوداګرۍ په چاره کې شته خنډونه لرې کړي؛ نو د دوی د سوداګرۍ کچه به نوره هم لوړه شي.

نور خبرونه

رادیو