په افغانستان کې د ایران سفیر او د دغه هېواد لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان لپاره د نړۍوالې ټولنې له هر رغنده نوښته ملاتړ کوی.
په کابل کې د ایران سفارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې نوموړي دغه ځرګندونې تېره ورځ په افغانستان کې د یوناما د نوې مرستیالې اغلې جورجېت ګانیون سره په کتنه کې کړې دي.
د ایران سفارت په دغه یادښت کې دا رنګه لیکلي، چې دواړو لوریو په دغې لیدنه کې په افغانستان کې د نشهیي توکو او د خصوصي برخې په پیاوړتیا او نورو اړونده موضوعګانو خبرې اترې کړې دي.
د دغه سفارت لهخوا د دغې کتنې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.