د ترکمستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې ناستې په اړه خبرې وکړې.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت لهخوا په خپره شوې خبرباڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سردار محمد دُردییف او د افغانستان په چارو کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي یوو شیاونګ په مشرۍ یو پلاوي د ترکمنستان د بهرنیو چارو په وزارت کې سره کتلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ د اوږدمهاله ستراتیژیکو همکاریو د لومړیتوبونو په اړه خبرې وکړې او همدارنګه د مخکنیو هوکړو د پلې کېدو په اړه هم سره غږېدلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت او د دغه هېواد ټولنیز-اقتصادي حالت د ښه والي په برخه کې د نړۍوالې ټولنې پر رول هم خبرې وشوې.
دواره خواوو ټينګار كړی، چې ترکمنستان او چين به د ښه ګاونډيتوب د اصولو له مخې د افغانستان د اقتصادي بيارغونې لپاره خپل هر اړخيز ملاتړ ته دوام ورکوي.