‏طالبان:تېرو دوو میاشتو کې له ترکیې سره د شاوخوا ۹۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې

۹ ساعتونه مخکې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په تېرو دوو میاشتو کې یې له ترکیې سره د ۹۴مېلیون ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي، چې د روان کال له جنورۍ میاشتې څخه تر اکټوبر پورې یې له ترکیې سره د ۹۴ مېلیون ډالرو په ارزښت دغه راکړه ورکړه ترسره کړې ده.
نوموړی وایي، چې د دغې راکړې ورکړې له ډلې ۲۱ مېلیون ډالره یې صادرات جوړوي او پاتې ۷۳ مېلیونه بیا وارداتي توکي دي چې افغانستان ته راوړل شوي دي.
له افغانستانه ترکیې ته په صادراتي توکو کې د کنځلو دانې، ممیز، بادام، شنه زیره او د غوا پوستکي شامل دي او بیا په وارداتو کې طبي بوټي، غالۍ او بخارۍ شاملې دي.
د طالبانو د ملي احصایې او معلوماتو ادارې د شمېر له مخې، د روان کال په تلې میاشت کې د افغانستان په صادراتو کې ۶۱ مېلیونه ډالر زیاتوالی راغلی دی.
له بل پلوه بیا د وارداتو ټولیز ارزښت هم له ۹۵۴.۱ مېلیون ډالرو څخه ۱۱۴۰.۹ مېلیونه ډالرو ته لوړ شوی، چې ۱۸۶.۸ مېلیون ډالره زیاتوالی ښیي.
خو په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو د سانسور له امله دغه شان راپورونه نه شي تاییدېدلای.

نور خبرونه

رادیو