ناپېژاندو وسله‌والو د بغلان د نهرین په یوه زیارت کې ۱۱ کسان په ډزو وژلي

۸ ساعتونه مخکې

سیمه‌ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې ناپېژاندو وسله‌والو تېره شپه ۱۱ کسان د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په یوه زیارت کې په ډزو وژلي دي.

د سرچینو په وینا، دغه کسان د نهرین په شهر کهنه کې د سیدپادشاه په زیارت کې چې «په ذکر بوخت وو، وژل شوي دي.»

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ناپېژاندو وسله والو په دغې پېښه کې « د صوفیانو په هغې ډلې» چې د شپې راټوله شوې وه، ډزې کړې دي.
د سرچینو په وینا، په دغه پېښه کې وژل شوي کسان تر ډېره ځوانان دي.
افغانستان انټرنشنل ته داسې تصویرونه هم رسېدلي، چې له مخې یې هغه ځای چې ویل کېږي زیارت دی په کې د وژل شوبو کسانو جسدونه پراته دي.
لا تر اوسه څرګنده شوې نه ده، چې دغه برید د چا او یا د کومې ډلې له خوا ترسره شوی دی.
طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو