طالبانو په کندهار او نیمروز کې ۲۳ تنه د «قمار وهنې» په تور نیولي

۲ ورځې مخکې

د طالبانو امربالمعروف وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په کندهار او نيمروز کې ۲۳ کسان د «قمار وهنې» په تور نيولي دي.

طالبانو دا نه دي ويلي، چې نیول شویو کسانو څه ډول قمار کاوه، خو وايي، چې دا ډول کړنې «ناوړه اقتصادي، ټولنیزې او اخلاقي» پايلې لري.

د طالبانو امربالمعروف وزارت د چارشنبې په ورځ (د لړم ۳۰ مه) په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې قیمار وهل «جرم» دی.

د طالبانو امربالمعروف وزارت مسوولانو د دغو کسانو د نیولو پر مهال ویلي، چې قمار د اسلامي شریعت خلاف عمل دی، چې دښمني رامنځته کوي او ناوړه اقتصادي، ټولنیزې او اخلاقي پايلې لري.

طالبانو د نیول شویو کسانو د هويت او برخلیک په اړه جزییات نه دي ورکړي.

طالبان نږدې هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو کې په خپلسري ډول خلک په بېلابېلو تورونو نيسي، زنداني کوي يې او په عام محضر کې يې په دُرو وهي.

د بشري حقونو سازمانونه وايي، چې د طالبانو قضايي سیستم معیاري نه دی او تورن کسان د مدافع وکیل په ګډون قانوني اجرااتو ته لاسرسی نه لري.

نور خبرونه

رادیو