پاکستانۍ رسنۍ: پاکستان له چین سره افغانستان کې د ترهګرو په اړه «قناعت وړ شواهد» شریک کړل

۳ ورځې مخکې

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې اسلام اباد د افغانستان په چارو کې د چین له ځانګړي استازي سره په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو او نورو ډلو د پټنځایونو په اړه "قناعت وړ شواهد" شریک کړي.

یو شایو یونګ تېره ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له چارواکو سره خبرې وکړې.

د ایکسپرېس ټرېبیون د راپور له مخې، پاکستاني چارواکو یو شایو یونګ ته د تحریک طالبان پاکستان او ورسره تړلو ډلو له خوا د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه معلومات ورکړي دي.

په دې معلوماتو کې نوي شواهد هم شامل دي چې څنګه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د سیمې سوله او ثبات ګواښي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی داسې مهال پاکستان ته لاړ، چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په تړاو د خبرو په موخه اسلام اباد ته تللی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د چین ځانګړي استازي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې امنه بلوچ سره وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي د افغانستان او لوېدیزې اسیا په چارو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال احمد نسیم وړایچ سره هم مفصلې خبرې کړې دي.

د یاد دهېواد د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «دواړو لورو له افغانستان سره د اړیکو په اړه نظرونه سره شریک کړل.دوی د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره د ګاونډیو هېوادونو پر حیاتي رول ټینګار وکړ.»

د ایکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې، سرچینو ویلي چې پاکستان د چین استازي ته د افغانستان د اوسني وضعیت او د تحریک طالبان پاکستان او نورو ډلو له خوا د افغان خاورې د کارولو د څرنګتیا په اړه معلومات ورکړل.

سرچینو وویل چې په اسلام اباد کې چارواکو له چینايي ډېپلوماټانو سره د افغانستان په خاوره کې د ترهګریزو ډلو د پټنځایونو په اړه چې د پاکستان د امنیت لپاره ګواښ دي، قناعت وړ شواهد شریک کړي دي.

له دې وړاندې هم پاکستان ویلي و، چې په افغاکستان کې واکمن طالبان ددغه هېواد مخالفو وسله والو ته پټنځایونه ورکړي او ځینې طالبان په پاکستان کې له ټي ټي پي سره په بریدونو کې مرسته کوي.

افغان طالبانو په وار وار دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پرضد وکاروي.

نور خبرونه

رادیو