د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې کویټ د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره د ۵۰۰ زره ډالرو مرسته وکړه.
اوچا ویلي، چې دا په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره د کویټ لومړۍ مرسته ده.
یاد سازمان د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) پر اېکس لیکلي، چې دغه مرستې به د بېړني حالت لپاره د زیانمنو د ژغورولو په موخه ولګول شي.
د یاد سازمان په خبره، په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د اوچا د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د اړمنو شمېر څه باندې ۲۳ میلیونه کسانو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې یادې ادارې بیا څو ورځې مخکې د یو راپور په خپرولو سره ویلي و، چې افغانستان لپاره یې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي ۶،۷ میلیارډه ډالره مرسته راټوله او په بشري مرستو لګولې ده.
دغه مرستې د بې وزلۍ، اقتصادي ناورین، سیاسي سقوط او د روغتیايي سیستم د پرځېدو له خطر سره هم همهاله شوې دي.
د یو شمېر نورو راپورونو له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې ۳۹۲ داسې تګلارې پلي کړي، چې بشري مرستې او فعالیتونه یې اغېزمن کړي دي.
د دغو تګلارو څخه تر ۷۰ زیات یې داسې دي، چې د بشري مرستو په رسولو کې یې د مېرمنو ګډون زیانمن کړی دی.