طالبان پر داسې مهال په افغانستان کې د اوبو د مهارولو خبر ورکوي، چې لا هم د دغې ډلې او ایران تر منځ د هلمند سیند د اوبو د حقابې په تړاو لانجه نه ده هواره شوې.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي، د اقلیمي بدلونونو، د کړکتیا د کچې د لوړېدو او د اوبو د کمښت ناورین په نړۍ کې د هېوادونو ترمنځ په خپل منځي، نړۍوالو اقتصادي اړیکو هم منفي اغېزې پرې اېستې دي.
خو نوموړي د اوبو پر سر د ګاونډیو هېوادونو سره د لانجو په اړه هیڅ یادونه ونه کړه.
ښاغلی برادر وايي، په افغانستان کې د اوبو د مهار سره مسلکي چلند نه دی شوی.
نوموړی وایي، اوس دا د طالبانو مسوولیت دی چې د امکاناتو په برابرولو سره به اوبه په غوره ډول مدیریت کړي.
بل خوا د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبدالطیف منصور وايي، تېر کال یې د اوبو د مهارولو لپاره د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې ۱۱۷ د اوبو راګرځولو واړه بندونه جوړ کړي، چې په دې سره تر ځمکې لاندې د اوبو کچه هم لوړه شوې ده.
خو تېر کال د افغانستان له بېلا بېلو ولایتونو څخه راپورونه خپاره شول، چې په ډېرو ولایتونو کې دغه چېک ډیمونه په نا مسلکي ډول جوړ شوي او پرېمانه فساد هم په کې شوی، چې له امله یې ډیر یې بېرته ویجاړ شوي دي.
ښاغلی منصور وايي، په هرات کې د پاشدان د بند چارې بشپړې شوې او سږکال به یې پرانېستنه وشي او د دې ترڅنګ په زابل ولایت کې د عمري بند جوړېدو چارې هم پای ته رسېدلې او د اوبو زېرمه کولو ته چمتو شوی دی.
که څه هم طالبان په افغانستان کې د اوبو د مهارولو ژمنې کوي؛ خو له ایران سره د اوبو پر سر د لانجې تر څنګ سرچینې وايي، په کندهار، هرات، فراه، زابل او روزګان ولایتونو کې د دغې ډلې لهخوا د اوبو د بندونو جوړولو چارې په میعار برابرې نه دي.