پاکستان میشتي افغان خبریالان بشري ویزو ته له اوږده انتظاره شکایت کوي

۱۳ ساعتونه مخکې

په پاکستان کې میشت افغان خبریالان وايي چې له درې کلن انتظار سره سره، د ډېرو کسانو د تخلیې په تړاو تر اوسه تصمیم نه دی نیول شوی.

له دغو خبریالانو نه څو تنو اې بي سي نیوز ته ویلي چې په پاکستان کې یې وضعیت سخت دی.

یو شمېر خبریالانو شکایت کړی چې د ویزو په تمدید کې له ستونزو سره مخ دي او یونیم ځل ترې د رشوت غوښتنه شوې، خو پاکستاني چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

دغه خبریالان چې په سیاحتي ویزو پاکستان ته تللي د کار کولو اجازه نه لري او د خپلو اقتصادي ستونزو د لرې کولو لپاره د کورنیو د غړو لاسنیوي ته اړ دي.

یادو خبریالانو ویلي چې ډېر وخت د پولیسو له پلټنو په اندېښنه کې وي، ځکه پولیس د معتبرو اسنادو پوښتنه کوي او کله کله د شپې له مهاله کورونه پلټي او هغه کسان لټوي چې د استوګنې معتبر سندونه نه لري.

د ویسا په نوم یوتن خبریال چې د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې پاکستان ته تللی او د اسټرالیا بشر دوستانه ویزې ته یې وړاندیز کړی، وايي، له دوه کلن ځنډ وروسته یې د ویزې تایید ځواب ترلاسه کړی، خو په کار کې یې نور هیڅ راز پرمختګ نه دی شوی.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند اې بي سي نیوز ته ویلي، چې د ویزو د غوښتنلیکونو د پروسس چاره لږ ترلږه شپږ کاله وخت اخلي.

افغان خبریالان وايي، داسې ښکاري چې لویدیزو هېوادونو له افغان پناه غوښتونکو سره خپلو ژمنو ته شا کړې، ځکه د ډېرو خبریالانو قضیو ته رسیده ګي نه ده شوې.

نور خبرونه

رادیو