د مالیزیا د پوهنې وزارت وایي، چې د طالبانو د پوهنې وزارت له یوه پلاوي سره د لیدنې هدف دا و چې هغوی ته وښيي چې د یوه عصري اسلامي هېواد ښوونیز نظام باید څنګه وي.
دې پلاوي ته یو پریزنټیشن ښودل شوی چې په مالیزیا کې د نجونو او ښځو لپاره د زده کړې په ګډون د دغه هیواد د ښوونیز سیسټم هر اړخیز انځور وړاندې کوي.
یاد وزارت د اپوزیسیون ګوندونو او پارلمان د غړو له ناندریزو بحثونو وروسته په یوه اعلامیه کې وویل، چې «دا (پریزنټیشن) د هیواد ټول شموله ښوونیز سیسټم ښیي او ټولنیز-اقتصادي وضعیت، جندر، توکم، جغرافیا جنسیتي توپیر له منځه وړو او برابري باندې تمرکز کوي».
دغه وزارت ټینګار کړی چې دغه لیدنه د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت د لارښوونې او مشورې پر بنسټ ترسره شوې ده.
دغه وزارت همدا راز ویلي، چې طالب پلاوي په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د پالیسیو په ځانګړي ډول د نصاب پراختیا، ښوونکو روزنې او پراختیا او د ښوونیزې ټکنالوجۍ په برخو کې د غوره کړنو له امله مالیزیا د یوې مرجع په توګه خوښه کړې ده.
دغه وزارت وايي، د پوهنې له حقه انکار نه شي کېدای او له همدې امله، دوی د ښځو د زده کړې حق او د نجونو لپاره زده کړو ته د لاسرسي بشپړ ملاتړ کوي.
په ورته وخت کې د مالیزیا د اپوزیسیون ګوند رییس د طالبانو د یوه پلاوي د کوربه توب له امله د پوهنې پر وزیرې د ډیموکراتیک عمل ګوند د رییس لیم ګوان اینګ څرګندونې خواشینوونکې وبللې.
د مالیزیا د اسلامي ګوند غړي او د اپوزیسیون مهم مشر توان ابراهیم بن توان مان وویل چې د لیم څرګندونې د هیواد بد انځور وړاندې کوي.
هغه نن ویل، « لکه څنګه چې مالیزیا له نورو خپلواکو شویو هېوادونو سره مرستې کوي، دغسې موږ د افغانستان د پرمختګ لپاره د تخصص او پوهې په برخه کې د پوهنې د وزیرې ملاتړ کوو. موږ له افغانستان سره د پوهنې په برخه کې د همکارۍ په تړاو چې باور لرو زموږ هېواد پکې مخکښ دی، د پورته شویو ګامونو هرکلی کوو».
نوموړي وویل چې د باګان استازي لیم ته په کار نه ده چې نړۍ ته د مالیزیا بد انځور ور کړي.
لیم پرون د پوهنې وزیره فضلینا صدیق تر پوښتنې لاندې راوسته چې د ښځو د لوړو زده کړو په اړه د طالبانو دریځ ته په پام یې د طالبانو د پوهنې وزارت د پلاوي کوربه توب ولې وکړ.
توان ابراهیم وویل چې مالیزیا له هغو هیوادونو سره غیر رسمي یا ډي فاکټو اړیکې رامنځته کوي چې په رسمیت نه وي پیژندل شوي. هغه په مالیزیا کې د طالبانو سفیر ته په اشاره وویل، سره له دې چې مالیزیا له دغه هېواد [طالبانو] سره رسمي اړیکې نه لري خو سفیر یې شته دی. نوموړي زیاته کړه چې «که څه هم مالیزیا تر اوسه په کابل کې سفیر نه لري، خو دوی (طالبان) له مالیزیا سره اړیکې لري. د یوه مسلمان هیواد په توګه، موږ باید د خپلو هغو ملګرو مرسته وکړو چې خپلواکي یې ترلاسه کړې ده».
هغه وويل: "موږ د ماليزيا له حکومت غوښتنه کوو چې د افغانستان له حکومت [طالبانو] سره چې د دغه هېواد د خلکو له خوا په "رسمي ډول انتخاب شوی"، اړيکې ټينګې کړي."
توان ابراهیم د طالبانو ادارې ته د خلکو د انتخابي حکومت اصطلاح داسې مهال کاروي چې طالبان پر کابل د زور له لارې واکمن شوي او ټاکنې او ټاکنیز کمیسیونونه یې ټول لغو کړي.
د تېر کال په مارچ میاشت کې د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم ویلي و، چې له افغانستان سره همکارۍ او اړیکو ښه کولو ته چمتو دی خو ټینګار یې وکړ چې کوالالمپور د ښځو د زده کړو په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ دی.