پاکستان: د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه کوم ځانګړی غوراوی نه لرو

۲ ورځې مخکې

پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري د پاکستان د بهرینو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ له قوله لیکلي، چې دا مهال د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه کوم کس نه دی غوره شوی او نه هم په دې اړه چا کوم وړاندیز کړی.

نوموړې دغه څرګندونې د خپلې اونیزې خبري ناستې پرمهال کړې دي.
اغلې بلوڅ وایي، چې د لویدیځې اسیا لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت استازی احمد نسیم وړایچ دا مهال د افغانستان د چارو څارنه کوي.
نوموړې د ترهګرو په اړه وایي، پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو اندېښمن دی.
د هغې په وینا، ترهګري نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د پاکستان په ګډون نورو ګاونډیو هېوادونو ته هم ستر ګواښ دی او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په تړاو یې کره شواهد او اسناد هم وړاندې کړي دي.
اغلې بلوڅ زیاته کړې، چې افغانستان بايد د ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي ګامونه پورته كړي.
هغې وړاندې ویلي: «هيله ده، چې افغانستان به په نړۍواله كچه خپلې ژمنې په دې برخه کې پوره كړي.»
خو دا هغه ادعاوې دي، چې تل د طالبانو له‌خوا ردې شوې او طالبانو ویلي چې پاکستان دې د خپل بام واوره د دوی پر بام نه اچوي.
تر دې وړاندې ټي‌ټي‌پي هم په وار، وار سره ویلي، چې د دوی مشران په پاکستان کې دي او له دغه ځایه فعالیت کوي.

نور خبرونه

رادیو