پولیسو کوهاټ کې د پولیو څلور هغه کارکوونکي نیولي چې په خپل کار کې یې درغلي کړې وه

۲ ورځې مخکې

پاکستاني رسنیو د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې د خیبرپښتونخوا د کوهاټ په ادم‌خيل دره کې یې د پولیو څلور هغه کارکوونکي نیولي چې خپل کار کې یې درغلي کړې وه.
پولیس وايي، دوی ماشومانو ته پرته له دې چې د پولیو څاڅکي ورکړي، ثبتول یې.

پاکستاني رسنیو د خیبرپښتونخوا د کوهاټ پولیسو له قوله نن سې شنبه د (لړم ۲۹مه) راپور ورکړی چې د کوهاټ په ادم‌خيل دره کې د پولیو هغه کارکوونکي نیول شوي چې په سیمه کې یې ماشومانو ته د پولیو څاڅکي نه ورکول خو هغوی یې ثبتول او خپل دفتر ته یې راپور ورکاوه.
کوهاټ کې د پولیو د برخې مشر ډاکټر محب خان رسنیو ته ویلي چې په دې برخه کې یې پلټنې له هغه وروسته پیل کړې چې د دوو مياشتو په موده کې په دوو ماشومانو کې د پوليو د ناروغۍ پېښې مثبتې شوې.
د کوهاټ پولیسو ویلي، چې د پوليو کارکوونکو ماشومانو ته څاڅکي نه دي ورکړي او دوی د څاڅکو ورکولو جعلي نښې لګولې دي.
کوهاټ کې د پولیو د برخې چارواکي وايي، د دغو درغلو کسانو تر نیول کېدو وروسته په سیمه کې ټولو د پولیو کارکوونکو د دغو کسانو د نیولو په غبرګون کې کاربندیز کړی.
پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر په روان کال کې ۴۹ ته رسیدلی او د پولیو وروستۍ پېښه د دغه هیواد د بلوچستان صوبې په جعفراباد سیمه کې ثبت شوې ده.
په روان کال کې د ټولو ۴۹ پېښو له ډلې ۲۴ یې په بلوچستان کې، ۱۳ یې په سند کې، ۱۰ یې په خیبرپښتونخوا کې او په پنجاب او اسلام اباد کې بیا یوه، یوه پېښه راپور شوې ده.
پاکستان یو له هغو دوو هېوادونو څخه دی، چې د ګوزڼ ناروغي په کې لا تر اوسه پورې له منځه نه ده تللې.

نور خبرونه

رادیو