د طالبانو د بندخونو چارو د سمون ادارې عمومي مشر محمد یوسف مستري د افغانستان لپاره د اسلامي سازمان مرکز رییس محمد سعید العیاش سره په کتنه کې ویلي، چې د هېواد په ټولو بندخونو کې د بندیانو انساني حقونو ته درناوی کېږي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې په بندخونو کې بندیانو ته په بېلابېلو برخو کې ښوونې او روزنې هم ورکول کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون په دې اړه د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې په دغه کتنه کې ښاغلي العیاش د بندخونو چارو د سمون له ادارې سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې ده.
په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان دفتر په ۲۰۲۲ کال کې د سعودي عربستان په مالي همکارۍ پرانېستل شو.
د دې دفتر د فعالیتونو موخه د افغانستان له خلکو سره په بشري، ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې مرسته ښودل شوې.
له دې سره، طالبان بیا په داسې حال کې د هېواد په بندخونو کې د بندیانو د انساني حقونو د درناوي خبره کوي، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې له بندیانو سره د طالبانو د ناوړه چلند په اړه راپورونه خپرېږي.
افغانستان انټرنشنل د روان کال د غوايي په ۱۳مه د څرخيپله بندخونې د وضعیت په اړه په یو ځانګړي راپور کې لیکلي و، چې طالبانو لسګونه سیاسي بندیان په ځانګړې ډول د پنجشېر او شمالي سیمو اوسېدونکي وهلي او ځورولي دي.
سرچینو دا هم ویلي وو، چې لا هم طالبانو د بندیانو له ځورولو لاس نه دی اخیستی.
له دې سره، د بنديانو کورنیو هم په په وار - وار ویلي، چې له دوى سره د طالبانو چلند ډېر بد او له تاوتريخوالي ډک دى.
طالبانو د عمومي عفوې یا بښنې له اعلان سربیره په لسګونو پخواني سرتېري، د ښځو د حقونو فعالانې او یو شمېر خبریالان بندیان کړي او په بېلابېلو لارو یې په زندانونو کې شکنجه کړي دي.
د طالبانو تر شکنجو لاندې د بندیانو د وژلو په اړه هم ځینې راپورونه خپاره شوي دي؛ خو طالبان یې ردوي.
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو هم چې د طالبانو له بندخونو ازادې شوې دي، په دې وروستیو کې د یادې ډلې له بندخونو هغه رازونه افشا کړل، چې دوی ورسره مخامخ شوې وې.
د یادولو ده، پر ښځینه بندیانو جنسي تیری، بدني سزاګانې او دې ورته پیښې له پراخو بشري غبرګونو سره مخ شوی دی.