په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي چې د شانګهای سازمان د ۲۰۲۴ کال د ډیجيټل ټکنالوژۍ او میکانیزه کرنې مناسبت غونډه کې ګډون کړی، له چینایي چارواکو غوښتي، چې په افغانستان کې د میکانیزه کرنې، ډیجیټل ټکنالوژۍ، سوداګرۍ، ساختماني، روغتیایي او ځینو نورو برخو کې پانګونې وکړي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې طالبان غواړي افغاني کرنیز محصولات او صنعتي توکي هم چینایي بازارونو ته را صادر شي.
په بیجینګ کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ د واخان دهلیز له لارې پر سوداګریزو او ټرانزیټي اتصال، یو کمربند یوې لارې او د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان د ناظر په توګه د جایګاه د بیا احیا کېدو په اړه هم خبرې شوې دي.
طالبانو په دې خبرپاڼه کې د چینایي چارواکو له قوله لیکلي، چې په یادو برخو کې به د پانګونې لپاره چینایي شرکتونه وهڅوي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر په چین کې د " یو کمر بند یوه لاره نوښت" د انرژۍ د وزیرانو په درېیم کنفرانس کې په وینا کې وویل، چې د افغانستان او چین ترمنځ د یو کمربند لار به د ځمکې له لارې سوداګریزې اړیکې او د انرژۍ دهلېزونه اسانه کړي.
عبداللطیف منصور دغه راز ویلي و، چې دغه دریځ افغانستان د چین د یو کمربند له لارې اړین شریک جوړوي او دغه هېواد له اروپا سره نښلوي.
که څه هم چین د نورو هېوادونو په څېر تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له دغې ډلې سره ښې سوداګریزې اړیکي لري.
طالب چارواکو په وار - وار ټينګار کړی، چې دغه ډله به د ابرېشم لاره بيا جوړوي او افغانستان به د واخان له لارې له چين سره ونښلوي.
د واخان دهلیز د بدخشان په پامیر غرونو کې موقعیت لري او له شمال ختیځ څخه افغانستان له چین، تاجکستان او پاکستان سره نښلوي.
دغه دهلیز د افغانستان او د چین د شینجک یا کاشغر سیمې تر منځ یوازېنۍ نښلېدونکې لار ده.