عبدالکبیر: له ۴۰ هېوادونو سره اړیکې لرو او نورو هېوادونو ته هم خپل استازي لېږو

۱۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال په غزني ولایت کې په یوه غونډه کې وویل،چې دغه ډله له څه باندې ۴۰هېوادونو سره سیاسي اړیکې لري.

عبدالکبیر زیاته کړه، چې طالبان به په نږدې راتلونکي کې خپل سیاسي استازي نورو هېوادونو ته هم واستوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډيو او ټلويزيون د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) په يوه راپور کې ليکلي، چې عبدالکبير دغه څرګندونې په غزني ولايت کې د خلکو د همغږۍ په غونډه کې وکړې.

عبدالکبیر زیاته کړه، چې د طالبانو سیاست خپلواکه او بې پرې دی او د توازن پر اصولو پر مخ ځي.

دغه طالب چارواکي د هغو څلوېښتو هېوادونو نومونه نه دي اخېستي، چې دغه ډله ورسره سیاسي اړیکې لري او دا یې هم نه ده څرګنده کړې چې کومو هېوادونو ته به خپل نوي استازي واستوي.

که څه هم د روسیې، ازبکستان، ایران، ترکمنستان او قزاقستان په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونه له طالبانو سره ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې لري، خو د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ وروسته هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.

طالبان وايي، سره له دې چې دغه هېوادونه يې په رسميت نه پېژني، خو د دوی استازي يې منلي دي.

عبدالکبیر ویلي دي، چې له طالبانو سره په دې کچه اړیکي لرل رسمیت پېژندلو ته اړتیا نه لري.

مولوي عبدالکبیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په جرمني کې د افغانستان سفیر یما یاري ویلي، چې د کوربه هېواد په غوښتنه یې له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

ځینو ډیپلوماټیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، شونې ده چې له نویو بدلونونو سره په جرمني کې د افغانستان سفارت له طالبانو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي.

په تېرو درېیو کلونو کې نړۍوالې ټولنې په وار - وار په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو او د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي غوښتنه کړې ده.

خو طالبانو دا غوښتنې د دوی په چارو کې لاسوهنه بللې او ادعا یې کړې، چې دوی د «اسلامي شریعت» له مخې عمل کوي.

د غزني په غونډه کې عبدالکبیر د طالبانو د پخوانيو دریځونو په اړه وویل، چې «دغه ډله به هېڅکله له هېچا سره د دین او هېواد پر سر معامله ونه کړي.»

نور خبرونه

رادیو