یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د حکم پراساس دغې ډلې په کونړ ولایت کې په رسنیو کې د انځورونو په خپرولو او تصویري مرکو بندیز لګولی دی.
د سرچینې په خبره، د یاد ولایت والي نن د کونړ له سیمه ییزو چارواکو سره په ناسته کې له دوی څخه غوښتي، چې تر دې وروسته دې له تصویري رسنیو سره مرکې نه کوي.
سرچینه زیاتوي، چې د والي دغې غونډې ته د نورو رسنیو ترڅنګ ملي ټلویزیون ته هم اجازه نه وه ورکړل شوې.
د دوی په خبره، اوسمهال په کونړ ولایت کې د ملي ټلویزیون ترڅنګ د ځلا په نوم خصوصي ټلویزیون فعالیتونه لري، چې له دغو رسنیو غوښتل شوي تر دې وروسته د ژوندیو موجوداتو انځورونه دې نه خپروي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر کونړ مخکې په ننګرهار، کندهار، تخار، بادغیس او هلمند ولایتونو کې هم د تصویري رسنیو پر فعالیتونو او د ساکښو موجوداتو د انځورونو په خپرولو بندیزونه لګولي و.
د افغانستان پر رسنیو د طالبانو بندیزونه او محدودیتونه ددې لامل شوي، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د لسګونو رسنیو فعالیتونه بند او سلګونه خبریالان وزګاره او یا هم د هېواد پرېښودو ته اړ شي.
اوس اندېښنې دا دي، چې د طالبانو د مشر دا فرمان به د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې عملي کېږي.
له دغو اندېښنو سره - سره په کابل کې د فعالو تصویري رسنیو مسوولان د روانې میاشتې په پیل کې کندهار ولایت ته تللي و، څو د طالبانو له مشرانو سره په دې اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي، خو د خصوصي ټلویزیونونو د استازو ناسته بې نتیجې پای ته رسېدلې وه.
څه موده مخکې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په کابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټلویزیونونو له استازو او د ژورنالېستاتو د دفاع سازمانونونو سره په ناستو کې د امر بالمعروف قانون د ۱۷مې مادې په برخه کې د خپلې بې وسۍ له امله په غیر مستقیم ډول معذرت غوښتی او هغوی ته یې مشوره ور کړې، چې پر دې مساله پخپله کندهار کې د طالبانو له مشرتابه سره وغږيږي.
د امر بالمعروف قانون د ۱۷مې مادې له مخې د ساکښو موجوداتو انځور اخیستل او خپرول حرام دي، چې له همدې امله په ګڼو ولایتونو کې د انځوریزو رسنیو پر خپرونو بندیز لګېدلی او دا لړۍ ښایي نورو ولایتونو ته هم ورسېږي.
سره له دې چې د رسنیو ملاتړو ادارو په ځلونو له طالبانو غوښتي په دې اړه خپل دریځ بدل کړي، خو یاده ډله وایي چې د اسلامي شریعت پر اساس خپلې چارې ترسره کوي.