ډېکر : د افغان ښځو پر زده کړو بندیزونه دوی د هېواد په راتلونکي کې له ونډې بې برخې کوي

AP ۱۴۰۳ لړم ۳۰

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره وایي، چې د ښځو پر زده کړو اوسني محدودیتونه نجونې او ښځې د افغانستان په راتلونکي کې له ونډې اخیستو بې برخې کوي.

کرن ډېکر دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) د زده کړو د نړۍوالې اونۍ په درشل کی کړي دي.

مېرمن ډکر وویل: « زه زده کړو ته د مساوي لاسرسي لپاره د متحده ایالاتو ژمنتیا بیا تکراروم. په افغانستان کې، د ښځو پر زده کړو اوسني محدودیتونه نجونې او ښځې د افغانستان په راتلونکي کې د ونډې اخیستو له وړتیا څخه بې برخې کوي.»

مېرمن ډېکر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې کړې دي او د افغان ښځو د محدودولو په موخه یې لسګونه فرمانونه صادر کړي دي.

هغې زیاته کړه: « افغانستان د ټول ولس له ونډې پرته پرمختګ او بریا ته نه شې رسېدلې.»

تر دې مخکې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې استازي سټيفن روډریکوز پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغان ښځو او نجونو هيلې له لاسه ور نه کړي او هغوی بېړني ملاتړ ته اړتيا لري.

هغه د افغان نجونو او ښځو په وړاندي د طالبانو د محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې.

طالبانو د روان کال په اګسټ مياشت کې د خپل نوي قانون له مخې له مېرمنو غوښتي، چې په عامه ځایونو کې خپل بدن او مخ پټ کړي.

که څه هم د ښځو پروړاندې د طالبانو هر ګام له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی، خو طالبان وایي، چې د شریعت پر اساس یې افغان مېرمنو ته ټول حقونه ورکړي دي.

د زده کړو نړۍواله اونۍ هر کال د نومبر په دویمه یا دریمه اونۍ کې لمانځل کیږي.

دا نوښت د امریکا د بهرنیو چارو او زده کړو وزارتونو له خوا پیل شوی دی.

موخه یې د نړۍوالو زده کړو ارزښت، کلتوري وده او زده کوونکو ته له نړۍوالو فرصتونو سره بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو