د خيبر پښتونخوا سوداګرو ډان ورځپاڼې ته ويلي، چې د پاکستان له خوا پر سوداګرۍ د نویو مالياتو زياتېدو د افغانستان او منځنۍ اسيا له هېوادونو سره دوه اړخیزه سوداګري زيانمنه کړې.
پاکستان حکومت په روان کال کې پر صادراتو ماليه زياته کړه.
اوس سوداګر مجبور دي، چې په کراچۍ او پېښور کې پر خپلو وارداتو دوه ګونې ماليه ورکړي.
د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مشر جنید ماکدا پر صادراتو د ماليې لوړېدو په اړه وويل، چې دا ډول کړنې په خيبر پښتونخوا کې د سوداګرۍ لپاره رقابتي زيان رامنځ ته کوي.
د نوموړي په وینا، د پاکستان په ایالتونو کې غير منظمې پاليسۍ، ناامني او قانوني ننګونې د افغانستان– پاکستان د سوداګرۍ د تړونونو د زیانمنېدو لامل شوې دي.
د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس وايي، چې په پښتونخوا کې د غير منظم سوداګريز چاپيريال او په تورخم کې د اضافي لګښتونو له کبله افغان سوداګرو ایران او نورو بديلو لارو ته مخه کړې.
جنيد زياتوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۷ ميليارډه ډالرو ته رسيږي خو د حکومت د محدودو اقداماتو له کبله پرمختګ نه کوي.
هغه وایي: «دا اقدامات نه یوازې اقتصاد ته زیان رسوي بلکې په سیمه ييز تجارت کې د پاکستان دریځ هم ګواښي.»
د سوداګرې دې خونې د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د صادراتو په برخه کې دې شته خنډونه لرې کړي او یو داسې پلان دې جوړ شي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري پياوړې شي.