د فرانس پرېس اژانس د خبر له مخې، سعودي عربستان په ۲۰۲۴ کې کال کې د دریو افغانانو په کډون ۱۰۰ تنه بهرنیان اعدام کړي دي.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس راپور ورکړی، چې وروستی اعدام د شنبې په ورځ د نجران په جنوب لویدیزه سیمه کې د یو یمني وګړي و چې د نشه يي توکو په قاچاق تورن و.
د سعودي عربستان د دولتي خبري اژانس د شمېرو له مخې تر دې دمه په ۲۰۲۴ کال کې ۱۰۱ تنه بهرنیان په دغه هېواد کې اعدام شوي دي.
سږ کال په اعدام شویو بهرنیانو کې ۲۱ تنه د پاکستان ، ۲۰ تنه د یمن ، ۱۴ تنه د سوریې، ۱۰ تنه د نایجېریا، ۹ تنه د مصر، ۸ تنه د اردن او ۷ تنه د ایتوپیا هېوادونو وګړي دي.
له سوډان، هند او افغانستان څخه هم درې درې او له سريلانکا، اېريتريا او فليپين څخه يو يو تن اعدام شوي دي.
د فرانس پریس خبري اژانس د رپوټ له مخې، دغه شمېر د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کالو په پرتله درې ځله ډېر دی.
په برلېن کې مېشت د اروپا-سعودي د بشري حقونو یو سازمان هم ویلي چې په سعودي عربستان کې د بهرنیانو د اعدام شمېرې د تېرو کلونو په پرتله لوړې دي.
سعودي عربستان په ۲۰۲۲ کال کې د نشه يي توکو د مجرمانو د اعدام درې کلن بندیز پای ته ورساوه.
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په ۲۰۲۲ کال کې اتلانتیک ته وویل چې له وژونکو او ډېرو ګواښناکو کسانو پرته دوی د اعدام سزا له منځه وړې ده.
ډېپلوماتان او فعالان وايي چې بهرني تورن مجرمان په محکمو کې له سختو خنډونو سره مخ وي او د محکمې اسنادو ته لاس رسی نه لري.
جید باسیوني، چې په منځني ختیځ کې د بیارغونې غیر دولتي موسسې لپاره د اعدام سزا ضد مدافع وکیلانو مشري کوي، وویل چې د نشه يي توکو پرله پسې نیول د "تاوتریخوالي دوره دوامداره کوي".
نوموړي یادونه وکړه چې د اعدامونو مجموعي شمیر په کال کې له ۳۰۰ څخه ډیر و.
باسیوني وویل، «دا په سعودي عربستان کې د اعدام یو بې ساری ناورین دی».
په دغه راپور کې د اعدام شویو افغانانو د هویت او د جرم د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.