د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې ایران د کرج په قزلحصار زندان کې د یوه افغان په ګډون لس تنه بندیان اعدام کړي دي.
دغه سازمان په یوه بیان کې ویلي چې افغان زنداني د ایران د قضایي ادارې له خوا د «قصدي قتل» په تور په اعدام محکوم شوی و.
د بشري حقونو دغه سازمان د اعدام شوي افغان نوم «خالد تاجک» ښودلی دی.
سازمان وايي، د دغو لسو زندانیانو تر منځ یوه یې ښځه وه او د هویت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
د ایران د بشري حقونو سازمان دشنبې په ورځ د (لړم۲۶مه) راپور ورکړی چې دغه بندیان د «قصدي قتل» او د مخدره توکو د قاچاق په تور په اعدام محکوم شوي دي، او تېره چهارشنبه د کرج د قزلحصار په زندان په دار ځړول شوي.
په همدې مهال د بشري حقونو یو شمېر فعالانو او د دغو بندیانو خپلوانو او ملګرو د اعدام د سزا پر ضد د اعتراض په توګه د دغه زندان مخې ته سوله ییز لاریون وکړ چې د امنیتي ځواکونو او زندان د ساتوونکو له لوري له تاوتزیخوالي سره مخ شول.