د طالبانو د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابوادريس وايي، افغان او چينایي سوداګر غواړي په ګډه د ۲۰۰ ميليونه امريکایي ډالرو په ارزښت د سيمټو فابريکه جوړه کړي.
طالبان وايي، دغه فابريکه به په کال کې د یو ميليون ټنه سيمټو د توليد وړتیا ولري.
په بلخ کې د طالبانو تر واک لاندي ملي ټلویزيون د شنبې په ورځ د دې فابرېکې د جوړېدو اړوند د طالبانو د مرستيال والي، افغان او چينایي سوداګرو د لیدنې خبر ورکړ.
د طالبانو د بلخ مرستیال والي ويلي، چې د همدې فابرېکې په جوړېدو سره به د شمالي ولایتونو د سيمټو اړتيا پوره او د اقتصاد په برخه کې به د پرمختګ یو بل ګام وي.
نوموړي ویلي، چې په دې فابريکه کې به شاوخوا زر کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
افغان او چينایي سوداګر دغه فابريکه پر شاوخوا ۳ سوه جريبه ځمکه جوړوي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه ډلې له چينايي چارواکو او سوداګرو سره اړيکي پراخي کړي دي.
چينايي سوداګرو د کانونو، نفتو، ګازو، معدني کاڼو او نوور ورته پروژو کې قرار دادونه تر لاسه کړي او لا هم په بېلابيلو برخو کې پانګونې ته لېوالتيا ښوي.