د حال وش په نوم د بشري حقونو سازمان وايي، د ایران حکومت یو افغان وګړی پرته له دې چې کورنۍ یې خبره کړي د «نشهيي توکو د قاچاق» په تور اعدام کړی.
دغه کس د ایران په بندر عباس زندان کې په دار ځړول شوی.
د حال وش په نوم د بشري حقونو یو سازمان نن سې شنبه د (لړم ۲۹مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د ایران حکومت بیا یو افغان وګړی د دغه هیواد په بندر عباس زندان کې د «نشهيي توکو د قاچاق» په تور په دار ځړولی او له اعدام وړاندې یې د هغه کورنۍ نه ده خبره کړې.
دغه سازمان وايي، د خدایرحیم پوپلزي په نوم دغه کس چې د اوو اولادونو پلار و، د افغانستان د فراه ولایت د قلعهکاه ولسوالۍ اوسیدونکی دوه کاله وړاندې په ایران کې د «نشهيي توکو د قاچاق» په تور نیول شوی و او تېره ورځ دوشنبه اعدام شو.
حال وش وايي، دغه افغان وګړی له خپلې کورنۍ سره له وروستي ځل لیدلو پرته اعدام شوی دی.
تر اوسه پورې د دغه کس د اعدام په اړه د ایران حکومت او رسنیو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.
په ایران کې د هغو بندیانو شمېر چې د «مخدره توکو قاچاق» په تورونو اعدام شوي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه او هر کال زیات شوی دی.
د ۲۰۲۲ پرتله، چې هغه مهال ۲۵۶ کسان د مخدره توکو په تور اعدام شوي وو، په ۲۰۲۳ کې ۸۴ سلنه زیاتوالی په کې راغلی او دغه شمېر ۴۷۱ ته لوړ شوی دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې ایران یوازې په اکتوبر میاشت کې د ۱۳ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۶ کسان اعدام کړي.
پر بشري حقونو د څار سازمان هم په ایران کې د اعدام سزا پر ډیروالي اندېښنه ښودلې او د دې سزا د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې