طالبان نړۍوالې ادارې په افغانستان کې د تاریخ تېرو درملو په وېشلو تورنوي

۴ ورځې مخکې

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د دوشنبې په ورځ د روغتیا د نړۍوال سازمان له پلاوي سره په کتنه کې د نړۍوالو ادارو له خوا په افغانستان کې د تاریخ تېرو درملو په وېشلو اندېښنه څرګنده کړه.
عبدالسلام حنفي وایي، چې د دغو درملو وېشل د نړۍوالو ادارو اعتبار ته زیان رسوي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ اېکس پاڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې حنفي د دوشنبې په ورځ د روغتیا د نړۍوال سازمان له لوړپوړې غړې مېرمن حنان بلخي او له مل پلاوي سره کتلي دي.
په دغه لیدنه حنفي ویلي: «د تاریخ تېر درملو او د بې کیفیته کېټونو وېش نه یوازې دا چې ناروغانو ته ستونزې جوړوي، بلکې د نړۍوالو ادارو اعتبار ته هم زیان رسوي چې باید ترې مخنیوی وشي.»
طالبانو د روغتیا د نړۍوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې د مشر له قوله ویلي، چې په افغانستان کې به د تاریخ تېر درملو د وېشلو موضوع وڅېړل شي.


د افغانستان د څوکۍ غوښتل

عبدالسلام حنفي د روغتیا د نړۍوال سازمان له مسوولانو وغوښتل، څو په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ د طالبانو استازي ته ورکړل شي.
ملګري ملتونه او نړۍوالې ادارې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د افغانستان څوکۍ تر اوسه هم د تېر حکومت د استازو په لاس کې ده.

د پولیو د ختمولو په اړه د طالبانو ژمنه

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال ډاکټرې حنان حسن بلخي ته ډاډ ورکړ، چې دغه ډله په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د ختمولو په برخه کې جدي ده.
حنفي وویل: «مونږ ژمن یو چې ټول ماشومان به واکسین شي، پولیو به ختمه شي او هېڅ ماشوم به پرې اخته نه شي.»
په دې وروستیو کې بیا داسې راپورونه خپاره شوي، چې طالبانو په افغانستان کې د پولیو د واکسین بهیر ځنډولی دی.
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله څه موده مخکې د پولیو پر کمپاین بندیز ولګاوه او طالبانو یې دلیل دا ښودلی و، چې د سوېلي ولایتونو دیني عالمانو او قومي مشرانو ترې د دغه واکسین د بندېدو غوښتنه کړې. طالبانو ویلي، چې د واکسین د تطبیق بڼه به بدله کړي او له کور په کور څخه به دغه کمپاین جومات په جومات کړي.
پر پولیو واکسین د طالبانو تر بندیز وروسته یو شمېر سرچینو ګارډین ورځپاڼې ته ویلي وو، چې په کندهار کې طالب مشران له دې وېرې چې د هغوی د استوګنې سیمې افشا نه شي او ګواښ ورته پېښ نه شي دغه کمپاین یې ځنډولی دی.
اخوا د افغانستان انټرنشنل - پښتو د یو څېړنیز راپور له مخې، په افغانستان کې له ۲۰۱۸ کاله را په دې خوا ۱۴۰ د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوي.
افغانستان او پاکستان بیا په نړۍ کې هغه هېوادونه دي، چې تر اوسه پورې د پولیو په له منځه وړلو کې پاتې راغلي دي. په دې وروستیو کې په غزه کې هم د اسراییلو د یوې کلنې جګړې د دوام او د واکسین د نه تطبیق له امله د پولیو مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

نور خبرونه

رادیو