له یوې کاناډایۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې د ښځو د حقونو فعالې فوزیې کوفي وویل، چې د ښځو په اړه د طالبانو فرمانونه چې له عامه ډګر څخه د هغوی د اېستلو په ګډون د دې ډلې د واکمنۍ د لومړۍ دورې پرتله لا ډېر سخت شوي دي.
هغې وویل:« له طالبانو د بدلون راوستو هیله سادهګي ده.»
کوفي د ګلوب انډ مېل ورځپاڼې سره په مرکه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوه، د ښځو په وړاندې د طالبانو د ځپونکو قوانینو، په ځانګړې توګه د امربالمعروف او نهې عن المنکر قانون ته اشاره وکړه چې د ښځو غږ یې "عورت" بللی.
نوموړې په افغانستان کې د دوو لسیزو بدلونونو ته په اشارې سره وویل، چې د طالبانو د قوانینو او د دېرشو کلونو پخوانیو قوانینو ترمنځ توپیر دا دی چې نن افغان ښځې په یوه ازاده ټولنه کې د ژوند کولو تجربه لري.
هغې وویل:« په هغه وخت کې، ښځو مقاومت نه کاوه ځکه چې دوی د یو پرانیستي چاپېریال تجربه نه لرله.»
اغلې کوفي له دغې ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې په ١٣٧٦ کال کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې په عامه ځایونو کې د ښځو د غږ د منعه کولو رسمي فرمان نه و او خواله رسنۍ هم فعاله نه وې.
نوموړې د ښځو پر وړاندې د طالبانو نویو بندیزونو ته په اشارې سره پوښتنه کوي:« څنګه کولای شئ په داسې وضعیت کې ژوند وکړئ، چې هر څه د طالبانو په واک کې وي؟" تاسو څنګه په وېره کې ژوند کولی شئ، چې تاسو او ستاسو کورنۍ ته به څه پېښ شي که تاسو دا مقررات تعقیب نه کړئ؟»
سره له دې کوفي په دې باور لري، څومره چې د طالبانو کړنې سختېږي په هماغه اندازه به په هېواد کې ښځې مخالفت او اعتراض وکړي.
هغې زیاته کړه:« کله چې زه له ښځو سره خبرې کوم، هغوی راته وایي چې د لاسه ورکولو لپاره هیڅ نه لري. ځکه دوی هر څه له لاسه ورکړي دي.»
کوفي همدا راز د افغان ښځو د وضعیت په اړه د نړۍوالې ټولنې د بې غورۍ په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل:« موږ نه غواړو، چې نړۍ زموږ لپاره یوه تګلاره جوړه کړي. موږ به دا په خپله وکړو. موږ به خلک په خوځښت راولو. موږ یوازې نړۍوالې ټولنې ته اړتیا لرو، چې زموږ ملاتړ وکړي او له موږ سره تګلارې جوړې کړي.»
هغې ټینګار وکړ، چې د افغان ښځو سیاسي خپلواکي باید په رسمیت وپېژندل شي.