د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي پلاوي په یوه میاشت کې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې ۳۷ زره ۴۲۹ جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده.
دغه وزارت لیکلي، چې تر ټولو زیاتې ځمکې، یې په تخار ولایت کې له غصب څخه خلاصې کړې، چې شاوخوا ۱۰ زره جريبه کيږي.
د طالبانو د عدلیې وزارت د شنبې په ورځ (د لړم ۱۹ مه ) په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه ځمکې د غصب د مخنیوي په موخه د تخنیکي کمېټې له لوري د دوی له بیا کتنې او تایید وروسته را ګرځول شوې او ثبت شوې دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه ځمکې په هرات، ننګرهار، کندز، تخار، پروان، غور، پنجشیر، لغمان، سرپل، سمنګان، بادغیس او میدان وردګو ولایتونو کې غصب شوې وې.
په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي، چې دغه ځمکې د چا له خوا او کله غصب شوې وې.
د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، چې په ټول افغانستان کې د دولتي ځمکو د غصب د تثبیت، معلومولو او خلاصون لړۍ دوام لري.