د جرمني د سي ډي یو ګوند یو سیاستوال دیتیلف ګورت افغانانو ته د سپکاوي له امله محکمې په ۱۸ زره یورو جریمې محکوم کړی دی.
ګورټ سیمه ییزې محکمې تر ۹۰ ورځو پورې هره ورځ د ۲۰۰ یورو جریمې پر ورکولو مکلف کړی، خو ګورت وايي، دی به د محکمې پر حکم اعتراض وکړي.
په زاکسن-انهالت ایالت کې د سي ډي یو ګوند پخواني پارلماني چارواکی دیتلیف ګورت په ماګدبورګ کې د اروپا د فوټبال جام د یوې لوبې د نندارې پرمهال پر یوې ډلې نندارچیانو د یوه افغان د چړې د برید په غندنه کې د ترټونکې کلمې د استعمال له امله په جریمه محکوم شوی.
د یاد ایالت د اشرزلیبن ولسوالۍ محکمې دغه حکم د هاله(ساله) سیمې د لوی څارنوال د دفتر له غوښتنې وروسته صادر کړی. د لوی څارنوال دفتر وايي، چې ګورت افغانانو ته د سپکاوي له امله محکمې په ۱۸ زره یورو جریمې محکوم کړی.
د جرمني رسنیو د رپوټ له مخې، ګورټ د چړې د وار له پېښې وروسته پر خپل اېکس لیکلي و، چې «دا ګند باید له افغانستان نه و اېستل شي»، چې د ایالت په کچه د نورو ګوندونو له خوا له خت غبرګون سره مخ شو او دا یې ټولو افغانانو ته سپکاوی وباله.
ګورت له دې وروسته خپل پوسټ ډیلیټ کړ، خو د هاله څارنوالۍ چې په انټرنیټ کې د کرکه پاروونکو جرایمو د څیړنې مسوولیت لري، دغه مساله جدي ونیوله.
ګورټ سیمه ییزې محکمې تر ۹۰ ورځو پورې هره ورځ د ۲۰۰ یورو جریمې پر ورکولو مکلف کړی، خو ګورت وايي چې دی به د محکمې پر حکم اعتراض وکړي.
هغه په خپل پوسټ کې لیکلي و چې پولیسو باید پر دغه ډارن او وحشي افغان ډزې کړې وای او وروسته یې زیاته کړې وه، چې « موږ هغوی ته ډوډۍ ورکوو خو دوی بیا وروسته بې ګناه ملکیان وژني». هغه په پای کې یلي و چې « دا ګند باید له جرمني نه لرې شي».
د زاکسن- انهالت په پارلمان کې د کیڼ اړخي ګوند غړي هنریت کواد له شکایت وروسته د هاله لوی څارنوال دفتر د روان کال د جون په وروستیو کې خپلې پلټنې پیل کړې. کوارد د ګورت لهجه وغندله او د ګند کلمې کارول یې ټولو افغانانو ته سپکاوی وباله. هغه استدلال وکړ چې دغه کلمه د یوه ټولي انساني حیثیت تر پښو لاندې کوي او د ټولنې د غړو په توګه یې حقونه سلب کوي.
کوارد وویل چې دا کلمه ټولو افغانانو ته خطاب هم تفسیر کیدای شي او دا د خلکو د یوې برخې پر وړاندې ښکاره کرکه تحریکول ګڼل کېدای شي. هغه وویل، «دا ډول الفاظ کارول د جرمني د اساسي قانون د نظم له تګلارو سره، چې د انساني کرامت او برابرو حقونو ملاتړ کوي، په ټکر کې دي».