د طالبانو د مشر ملا هبت الله د حکم یوه کاپي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته رسېدلې ده، چې د کونړ د طالبانو استخباراتو ته پکې د غیر مقلدینو د مدرسو د بهرني تمویل د مخنیوي غوښتنه شوې ده.
ملاهبت الله دغه راز په ادارو کې د غیر مقلدینو د نفوذ پر مخنیوي هم ټینګار کړی.
د طالبانو د مشر ملاهبت الله له دفتره شاوخوا شل ورځې وړاندې په کابل کې د طالبانو د استبخاراتو عمومي ریاست ته یو حکم لېږل شوی چې د غیر مقلدینو د نفوذ پر مخنیوي متمرکز دی.
ملاهبت الله اخوندزاده دغه حکم په کونړ ولایت کې د کارونو د ارزونې په تړاو د یاد ولایت د طالبانو د استخباراتو د وړاندې شوي راپور په ځواب کې ورکړی دی.
دغه مکتوب پنځه مادې لري
په لومړۍ ماده کې راغلي، چې د راپور په متن کې د قتل د یادو شویو موضوعاتو په اړه چې څوک دعوه لري ټول دې اړوندو نظامي محاکمو ته وسپارل شي، څو پرېکړې وکړي او حل او فصل شي.
په دویمه ماده کې ملاهبت الله د خپلې ډلې واک لاندې سترې محکمې او ارشاد، حج او قافو وزارت ته سپارښتنه کړې چې په کونړ ولایت کې په خپلو تشکیلاتو کې د غیر مقلدینو پر ځای مقلدین وټاکي.
ملاهبت الله په درېیمه ماده کې د خپلې ډلې د استخباراتو له عمومي ریاست غوښتنه کړې چې د کونړ د اسخباراتو ریاست لپاره دې مقلد او قوي کس معرفي کړي.
په څلورمه ماده کې ملاهبت الله له پوهنې وزارت غوښتي چې په دغه ولایت کې دې منظورې شوې مدرسې جوړې کړې او د غیر مقلدینو مدرسې چې له هرځایه تمویلیږي، د هغو په اړه دې بشپړ معلومات راټول کړي او د بهرني تمویل د مخنیوی لپاره دې حل لارې ولټول شي.
په پنځمه ماده کې د طالبانو مشر د خپلې ډلې له کورنیو چارو وزارت نه غوښتي، چې په کونړ کې د خپلو تشکیلاتو په تړاو غور وکړي او په کومو ځایونو کې چې د تشکیل اړتیا وي نو هغه دې پوره کړي او په تشکیلاتو کې دې مقلدین پر دندو وګوماري او د غیر مقلدینو نفوذ دې کم او یا هم «ورک» کړي.
په کونړ کې د طالبانو ځايي سرچینو نن د یکشنبې په ورځ «د لړم۱۹مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دغه ولایت کې د طالبانو په منځ کې مقلد او غیر مقلد اصطلاحات ډېر کارول کېږي.
د سرچینې په خبره طالبان غیر مقلدین د اهل حدیثو لپاره کاروي او دا ډله اهل حدیث بیا داعش بولي. غیر مقلدین خپل مخالفان (مقلدین) د قران او احادیثو د بشپړ پلیتابه پر وړاندې خنډ بولي، ځکه ددوی په باور، دا ډله هرڅه په پټو سترګو مني.
په کونړ کې سرچینې وايي، چې طالبانو د داعش د مخنیوي لپاره د اهل حدیث ډلو اړوند مدرسو فعالیتونه محدود کړي.
کونړ د افغانستان د هغو ولایتونو په ډله کې شمېرل کیږي چې سلفیان پکې تر نورو ډېر نفوذ لري.