د طالبانو ستره محکمه وايي، د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې یې یو کس په عام محضر کې په ورو وهلی دی.
دغې محکمې د یکشنبې په ورځ په یوې خبرپانې کې ویلي چې یاد کس ته د «نامشروع» اړیکو په تور سزا ورکړل شوې ده.
د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ د (لړم ۱۳مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې تېره ورځ یې یو کس د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د پرېکړې له مخې د «نامشروع» اړیکو په جرم د عامو خلکو په حضور کې ۳۹ دوري وهلی دی.
په خبرپاڼه کې د یاد کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، پر یاد کس یې په عام محضر کې د سزا ورکولو حکم د دغې ډلې د سترې محکمې تر تایید وروسته پلی کړی دی.
که څه هم د بشري حقونو نړۍوال سازمانونه او ګڼ هېوادونه د طالبانو له لوري په عام محضر کې د بدني سزاګانو ورکولو ته سخت غبرګونونه ښودلي؛ خو طالبان په نږدو دوو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې پر خلکو د بدني سزاګانو په پلې کولو سره وايي، چې دوی پر خلګو شریعت پلی کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له استازو سره د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپلې وروستۍ موندنې شریکې کړې.
هغه ښځو او نجونو ته د امر بالمعروف د قانون له امله د اوښتو زیانونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د بشري حقونو سرغړونې د دې لامل شوي چې د طالبانو پر مشرانو د سختو بندیزونو غوښتنه وشي.