طالبانو په کابل او فراه کې د يوې ښځې په ګډون شپږ کسان د «اخلاقي فساد» په تور نيولي

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۳

د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبان وايي، چې په کابل او فراه ولایتونو کې يې د يوې ښځې په ګډون شپږ کسان د «ناروا اړيکو او اخلاقي فساد» په تور نيولي دي.
دې ادارې په خپله خبرپاڼه کې ليکلي، چې څلور نارينه یې په کابل، يوه ښځه او يو نارينه یې په فراه کې نيولي دي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت د یکشنبې په ورځ ويلي، چې د کابل په لومړۍ او ۱۳ حوزه کې يې څلور کسان د «اخلاقي فساد» په تور نيولي.
د طالبانو د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دوی محتسبانو د فراه په مرکز کې يوه ښځه او یو نارينه هم د «نامشروع اړيکو» درلودلو په تور نيولي دي.
طالبان زياتوي، چې نيول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسيې یې قضايي ادارو ته سپارل شوې دي.
د طالبانو امربالمعروف وزارت ټينګار کوي، چې د «شریعت خلاف» کړنو مخنیوی به کوي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې په ټولنه کې «اخلاقي فساد» خپور کړي.
دوی له خلکو غوښتي، چې د شریعت خلاف کسانو په ورپېژندلو کېورسره همکاري وکړي.
د طالبانو امربالمعروف وزارت تېره اونۍ د سې شنبې په ورځ هم ويلي و، چې د دوی کارکوونکو د کابل ښار په ۲۲ مه ناحيه کې پنځه نارينه او دوې ښځې د «اخلاقي فساد» په تور نيولي.
له دې وړاندي هم د طالبانو د ددې ادارې کارکوونکو په کابل کې يو شمېر ښځې د «حجاب نه مراعتولو» په تور نیولې او زنداني کړې وې.
یو شمېر دیني عالمان پر طالبانو نیوکه کوي چې د «اخلاقي فساد» لپاره روښانه تعريف او لایحه نه لري او هغه ښځې، چې د کور د اړتيا او سودا پوره کولو لپاره بازارونو ته ځي هم طالبان یې په یو او بل نوم منع کوي او نيسي يې، چې وروسته د «اخلاقي فساد» نوم ورکوي.
ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري سازمانونو له دې وړاندې هم طالبان له بشري حقونو په سرغړونو تورن کړي او ویلي یې دي، چې هیڅ ډول انساني کرامت په پام کې نه نیسي، خو طالبان ادعا کوي چې تر نورو وختونو یې په ښه ډول د خلکو حقونه ورکړي دي.

نور خبرونه

رادیو