په ایران کې څلور افغان کارګران نیول شوي دي

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۳

ایراني چارواکو په یزد ښار کې د لبنیاتو په یوه فابریکه کې د کار د اسنادو نه لرلو په تور څلور افغان کارګران نیولي دي.
د یزد روغتیا او درملنې شبکې له هغو ادارو څخه، چې د خوراکي توکو د پخولو او ویش په برخه کې فعالې دي وغوښتل، چې د بهرنیانو له ګمارلو ډډه وکړي.

د ایران صدا او سيما اژانس د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۳ مه) نېټه په مهریز ښار کې د لبنیاتو په یوه فابریکه کې د افغان وګړو د نیولو خبر ورکړ.
د دې رسنۍ د معلوماتو له مخې، پولیسو او د چاپیریال روغتیا متخصصانو په مهریز کې له دې فابریکې ګډه لیدنه وکړه او دغه کسان یې ونیول.
د مهریز د روغتیا او درملنې شبکې مشر وویل: «د کار قانون له مخې هغه بهرنیان، چې د کار موقتي جواز یا کارپاڼه نه لري په هېواد کې د کار کولو اجازه نه لري او که داسې وکړي، نو کارګر یې سرغړوونکی ګڼل کېږي او جریمه کېږي.»
ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې د لبنیاتو په پلورنځیو او د خوراکي توکو په ځایونو کې د کډوالو کار کول هم منع دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایرن په دې وروستیو کې د بې اسنادو افغان کډوالو استخدام جرم ګڼلی او د هغوی د ایستلو بهیر یې ګړندی کړی.
په دې وروستیو کې د کرمانشاه ولایت د کرنې جهاد تنظیم هم د دغه ولایت په کرنیز سکتور کې د «غیر قانوني» افغانانو پر کار کولو بندیز اعلان کړ.

نور خبرونه

رادیو