ایراني چارواکی: افغانانو ته د سیمکارټ ورکول او د بانکي حساب جوړول جرم دی او سخت مجازات لري

۳ ورځې مخکې

د تهران یو امنیتي چارواکی داوود معظمي ګودرزی وایي، چې افغانانو ته د سیمکارټ ورکول او د بانکي حسابونو جوړول جرم دی او سخت مجازات لري.
نوموړی وایي، چې یو شمېر ایرانیان په خپل هویت افغانانو ته بانکي حسابونه او سیمکارټونه جوړوي او غیر قانوني افغانانو ته یې ورکوي.

ښاغلی ګودرزی زیاتوي، چې یاد ایراني وګړي غیر قانوني افغان کډوالو ته د بانکي حسابونو د سپارلو او د سیمکارټونو د ورکړې له قانوني چلند څخه خبر نه دي او په دې کار لاس پورې کوي.
یاد ایراني چارواکي خبرداری ورکړ، هغه جرمونه چې په دې حسابونو او سیم کارټونو کېږي، د ایراني وګړي د مسوول پېژندلو لامل کېږي.
نوموړي غیر قانوني افغان کډوالو ته د سیمکارټونو، د بانکي او د صرافۍ حسابونو په کرایه ورکول دروند جرم بللی دی او ادعا یې کړې، چې په تېرو وختونو کې په همدې حسابونو ډېر سایبري جرمونه ترسره شوي دي.
هغه دغه راز زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې د سیمکارټونو او د بانکي حسابونو په برخه کې تور تجارت زیات شوی دی.
افغان کډوال په ځانګړې توګه هغه کډوال چې په غیر قانوني توګه په ایران کې اوسېږي د سیمکارټونو د ترلاسه کولو په برخه کې له پراخو ستونزو سره مخ دي.
د راپورونو له مخې، په ایران کې یوازې هغه افغانان بانکي حسابونه جوړولی شي، چې له اوږد مهال راهیسې په دې هېواد کې ژوند کوي.

نور خبرونه

رادیو