طالبان د یو افراطي اسلامي تحریک په توګه د خپل سیاسي او مذهبي تفکر له مخې، د نړۍ په کچه افراطي تحریک پېژندل شوی دی. د دوی افراطي نظریه د سخت دریځه دیني تفسیر، محافظهکارانه سیاسي ایډیالوژۍ او افراطي - طالبي ټولنیز نظم پر بنسټ ولاړه ده.
دغې نظریې نه یوازې د افغانستان په خلکو له فکري، اقتصادي، سیاسي او بشري اړخه اغېز کړی، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره هم یو ستر ګواښ ګڼل کېږي.
د دغې ډلې په بیا حاکمېدا سره په افغانستان کې د سیاسي طالبي اسلام نظریه د ترویج په حال کې ده او د دغې نظریې د لا ترویج لپاره د افغانستان په ګوډ – ګوډ کې افراطي دیني – جهادي مدرسې جوړې شوې دي.
۱. د طالبانو د افراطي نظریې بنسټونه
الف. دیني تعبیر:
طالبان په خپله ایډیالوژي کې د اسلام د شریعت سخت تعبیر ته ځانګړې پاملرنه کوي، خو دا تعبیر اکثره له اسلامي نړۍ د منل شوي فهم څخه خورا محدود او سخت دی. دوی په ځانګړې توګه د فقهي احکامو پر ټینګ عملي کولو ټینګار کوي، چې ځینې وختونه د اسلامي اصولو له اصلي روح څخه لرې وي.
•د ښځو د تعلیم بندیز
•د سزاګانو سخت دریځي (لکه په عام محضر کې قصاص او په دورو وهل)
•د کلتوري او عصري ژوند محدودیت
پوره مسایل د نړۍ د پرمختللو اسلامي ټولنو د پرمختګ اساس جوړ کړی او له سعودي عربستان نیولې تر مصر او مالیزیا پورې دیني علماو پرې کلکه کره کتنه کړې او دا چاره یې د اسلام له اساسي روح سره په ټکر کې بللې ده خو طالبانو بیا ويلي چې دوي په افغانستان کې حقیقي اسلام پلی کوي او بهرنیو ته د مداخلې حق نه ورکوي.
ب. سیاسي ایډیالوژي:
د طالبانو سیاسي نظر د “اسلامي امارت” په بڼه تنظیم شوی دی، چې پکې ټول ځواک د طالبي افراطي ملایانو په لاس کې دی او هر هغه څوک چې د دغې ډلې په دود فکر نه کوي حق نه لري چې د طالبانو د حکومت د تصمیم نیونې برخه وګرځیږي.
دوی ډېموکراتیک نظامونه، د خلکو د رایو حق، او د بشري حقونو نړیوال معیارونه ردوي او د نړۍوال نظم لپاره رامنځته شوي ټول قواعد د “کفر” زېږنده بولي.
ج. ټولنیز نظم
د طالبانو ټولنیزه نظریه په محافظهکارانه پالیسیو ولاړه ده چې د ښځو، مذهبي او قومي اقلیتونو او هغو خلکو حقونه محدودوي چې د دوی له ایډیالوژۍ سره همغږي نه لري.
د ښځو د کار او تعلیم پر بندیز سربېره، دوی د رسنیو او ازاد بیان پر وړاندې هم سخت دریځ لري. د فردي ازادۍ ګڼې برخې یې محدودې کړې دي، د امربالمعروف په نامه د افغانستان په هرې سیمې او ښار کې ځانګړي محتسبین د افغانستان خلک څاري او هر هغه عمل چې د طالبي افکارو خلاف وي د سزا وړ ګڼل کیږي.
۲. د طالبانو افراطي نظریه په عمل کې
الف. د ښځو پر وړاندې محدودیتونه:
طالبانو د خپلو افراطي باورونو له مخې، د ښځو او نجونو پر زدهکړو بندیزونه لګولي او ښځې نه شي کولی په ټولنه کې فعاله ونډه ولري، زده کړې وکړي، کار وکړي او ان د خپل فزیکي وجود د تقویې لپاره سپورت وکړي، بالاخره مېرمنو ته یوازې په کور کې د پاتې کېدو او کورنیو چارو ترسره کولو حق ورکوي.
دا فکر د طالبي حاکمیت د اوسنۍ دورې زېږنده نه دی بلکې د طالبانو په لومړۍ دورې کې هم مېرمنو د زده کړو، کار او ټولنیز ژوند حق نه لاره نو ځکه ویلی شو چې د مېرمنو پر وړاندې سخت دریځ د طالبانو د اسلامي تحریک فکري بنسټ جوړوي.
ب. د تعلیم او بیان ازادي ځپل:
طالبانو د خپلو نظریاتو د پلي کولو لپاره د تعلیم او بیان ازادي تر جدي محدودیتونو لاندې راوستې ده. دوی د هغو تعلیمي نصابونو او خپرونو د خپرېدو مخه نیسي چې د دوی له ایډیالوژۍ سره په ټکر کې وي.
طالبانو د افغانستان د ښوونځیو په تعلیمي نصاب کې بدلون راوستی، یو شمېر مضامین یې له تدریسي نصاب څخه ویستي دي او په پوهنتونونو کې یې د اساسي مضامینو ۲۶ سلنه هغو دیني مضامینو ته ځانګړې کړې ده چې پکې طالبي – افراطي تفکر تدریسږي.
پر رسنیو یې د تصویر او ویډیو اخیستو بندیزونه لګولي دي او دا مهال د افغانستان له نیمايي په زیاتو ولایاتو کې خبریالان د تصویر اخیستو حق نه لري.
په افغانستان کې رسنۍ حق نه لري چې د طالبانو د مشر په ګډون طالب چارواکي نقد کړي او که چېرې دا چاره ترسره شي نو رسنۍ تړل کیږي او خبریالان یې ګواښل کيږي.
ج. فرهنګي ورانۍ:
د طالبانو د لومړۍ دورې په جریان کې د طالبانو له خوا د بامیانو د بودا مجسمو ورانول او د موسیقۍ، هنر او پر کلتوري جشنونو بندیز د دوی د افراطي نظریې څرګندې بېلګې دي، چې په دې توګه دوی د فرهنګي میراثونو پر وړاندې هم زغم نه لري.
طالبانو د نوروز د جشن سربېره ګڼ نورو فرهنګي ارزښتونه محدود کړي دي او په افغانستان کې څوک حق نه لري چې د افغانستان لرغوني جشنونه ونمانځي.
دا ډله په رسمي مراسلاتو کې د هجري لمریز کالیز پر ځای چې د افغانستان رسمي کالیز و، هجري سپوږمیز کالیز کاروي او ان یو شمېر پښتو نومونه یې هم عربي کړي دي.
۳. د طالبانو د نظریې سیمه ییز او نړۍوال اغېز
الف. د سیمهییز امنیت لپاره ګواښ:
د طالبانو د افراطي نظریې شتون د سیمې لپاره یو جدي امنیتي ګواښ دی. د دوی له راتګ سره په افغانستان کې سختدریځه ډلې لا فعاله شوې دي، چې په سیمه کې د ترهګرۍ د زیاتېدو امکان زیاتوي.
همداراز د جهادي او نورو مدرسو په اساس هر کال زرګونه طالبي ملایان فارغیږي چې د افغانستان سربېره یې سخت دریځ د سیمې هېوادونو ته هم ځانګړی زیان لري.
که چېرې د افراطي نظریاتو تولید په همدې دود روان وي دا طالبي افراطیت د سیمې سربېره نړۍ ته هم په اسانۍ انتقالېدلی شي.
ب. د بشري حقونو نقض:
د طالبانو د سخت دریځو پالیسیو له امله د بشري حقونو نقض په پراخه کچه ترسره کېږي. نړۍوالې ټولنې په پرلهپسې توګه د دوی د بشري سرغړونو غندنه کړې، خو دوی خپلو پالیسیو ته دوام ورکړی دی.
د طالبانو د سرغړونو پالیسۍ د دې سبب ګرځي چې د افغانستان په ګډون په سیمه کې هم دا سرغړونې زیاتې شي، له افغانستان څخه د کډوالۍ بهیر لا پیاوړی شي او د افغانستان کادرونه لا ډېر فرار ته مجبور کړی شي.
ج. نړۍواله انزوا:
د طالبانو افراطي نظریې د دې سبب شوي چې افغانستان له نړۍوالې ټولنې څخه منزوي پاتې شي. اقتصادي بندیزونه او د مرستو کمښت د دې وضعیت لا خرابېدو لامل ګرځېدلی دی.
د طالبانو له بیا واک ته رسېدا سره پر افغانستان د نړۍوالې ټولنې مرستې بې سارې کمې شوې دي او که څه هم په نړۍواله کچه امریکا یوازینی هېواد دی چې د بشري مرستو په برخه کې له نورو ټولو هېوادونو زیاته مرسته کوي خو د بشري حقونو، بیان ازادۍ، مېرمنو او د افراطیت د ترویج په اړه د طالبانو خشن دریځ د دې لامل کیږي چې بشري مرستې ختمې، افغانستان لا منزوي او د افغانستان خلک لا وږي شي.
۴. پایله
د طالبانو افراطي نظریې نه یوازې د افغانستان خلکو ته ستونزې راولاړوي، بلکې د نړۍوالې ټولنې لپاره هم یو ستر ګواښ دی. دا نظریه د دیني اصولو د سخت تعبیر، د بشري حقونو د نقض او د نړۍوالو اصولو له مخالفت څخه سرچینه اخلي.
د دې لپاره چې دا ډول نظریې محدودې شي، نړۍواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي او په عین حال کې د افغانستان د خلکو لپاره اوږدمهاله ملاتړ چمتو کړي.
که څه هم د طالبانو په اړه د ۲۰۲۱ کال تصور دا و چې دا ډله به د نړۍ له اوسنيو واقعیتونو سره ځان عیار کړي او د افراطیت پر ځای د اعتدال او پرمختګ لارې ته مخه کړي خو وروستیو درېیو کلونو وښوده چې طالبان له خپلې لومړۍ دورې لا افراطي شوي، بندیزونه یې لا سخت شوي او هڅه کوي چې خپل فکر په زور بیا هم پلی کړي.
د طالبانو دا افراطي فکر د اوږدمهال لپاره د تطبیق وړ نه دی، د افراطیت د ترویج په تړاو د سیمې د هېوادونو سربېره نړۍوالې ټولنې ته ګواښونه ورځ تر بلې په زیاتېدو دي او دا خطرونه کولی شي چې د طالبانو د حکومت لمن ورټوله کړي.