د ماشومانو د ساتنې سازمان په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له کبله د رامنځته شوي بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړ.
دغه سازمان پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې یوازې د روان کال په پیل کې د سختې هوا له کبله ۳۸ زره کسان، چې نیمايي یې ماشومان وو، بې ځایه شوي دي.
د ماشومانو د ساتنې ادارې د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۷ مه) پر خپله اېکسپاڼه په يوه يادښت کې ویلي، چې اقلیمي بدلون په افغانستان کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر د تېر کال په پرتله زیات کړی دی.
سازمان په خپل يادښت کې وايي چې «د کاربن له کم اخراج سره سره، افغانستان د اقلیم د بدلون له منفي پایلو لکه وچکالۍ، سیلابونو او توپانونو سره مخ دی.»
د ماشومانو د ساتنې سازمان په وینا، افغان ماشومان به په خپل ژوند کې د نن ورځې د ۶۰ کلنو کسانو په پرتله پنځه برابره له وچکالۍ سره مخ شي.
په افغانستان کې د دغه سازمان مشر ارشاد ملک خبرداری ورکړی، چې اقلیمي ناورین بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
هغه زیاته کړه: «اقلیمي ناورین د کورنیو د بې ځایه کیدو، د اوبو د سرچینو له لاسه ورکولو او د ماشومانو د زده کړې د ګډوډۍ لامل کیږي.»
افغانستان یو له هغو هېوادونو ګڼل کیږي، چې د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو زیات ځپل شوی دی.
د ماشومانو د ساتنې ادارې په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې په کونړ، لغمان او ننګرهار کې د ۸۵۸ زره ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱،۳۶ میلیونه وګړي د اقلیمي بدلون له امله اغیزمن شوي دي.