چين کې د کاني همکاريو کنفرانس: چينايي پانګوال د افغانستان کانونو کې پانګونې ته ليواله دي

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۲

طالبان وایي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت يو پلاوي په چين کې د "کاني همکاريو د پياوړتيا کنفرانس" کې ګډون کړی.

د دوی په خبره، د کنفرانس پر مهال چينايي پانګوالو د افغانستان د سرو زرو، مسو، تېلو، ګازو، لیتيم، سرب او جستو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن شنبه په يوې اعلاميه کې ويلي، چې د افغان هب اکسيم شرکت د مشر په همږغۍ د دوی يو پلاوي د چين په هونان ښار کې د دغه هېواد په رسمي بلنه د کاني همکاريو پياوړتيا په کنفرانس کې برخه اخيستې.

طالبانو ويلي، چې په کنفرانس کې د دوی د ګډون موخه په افغانستان کې د يوه مجهز لابراتوار جوړول، د کانونو او پټروليم وزارت د تخنيکي او مسلکي کارکوونکو د ظرفيت لوړول او د پانګوالو جلبول دي.

چین له هغو لومړنیو هېوادونو څخه دی، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې له دغې ډلې سره خپلې سوداګریزې او دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې.
چین د افغانستان کانونو ته ځانګړې پاملرنه لري.

تر دې مخکې د تېر کال په لومړیو کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي و، چې چینايي شرکت «ګوچین» په پام کې لري چې د افغانستان د لیتیم په کانونو کې لس میلیارده ډالره پانګونه وکړي.

نور خبرونه

رادیو