د طالبانو له خوا پر ازادو سیالیو له بندېز وروسته ځینې لوبغاړي په قاچاقي لارو بهر ته ځي

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۲

د سوک وهنې ازادو سیالیو یا فري فایټ ځینې لوبغاړو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو له خوا د سوک وهنې پر ازادو سیالیو له بندیزونو وروسته د دې ورزش ځینې لوبغاړي په قاچاقي لارو بهر ته ځي.

د اړوند کلبونو استادان وايي، په دغه بندیز پسې ځینې لوبغاړو نشه يي توکو کارولو ته مخه کړې.

د ازادو سیالیو ځینو لوبغاړو داسې اسناد افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ورکړي، چې ښيي دغه لوبغاړي په بېلابیلو قاچاقي لارو هڅه کوي بهر ته لاړ شي.

د سوک وهنې یو لوبغاړی چې د افغانستان لپاره یې قفس کې سیالۍ کړې دي او د کاونډیو هېوادونو سیالانو ته یې ماتې ورکړې هم د طالبانو بندیز مجبور کړی چې له افغانستانه ووځي.

نوموړي تازه په قاچاقي لارو اروپا ته د رسېدو لپاره انساني قاچاق کوونکو ته پيسې په ضمانت صراف ته سپارلې دي.

نوموړی وايي : «ډېرې هېلې مو د وطن لپاره درلودې او هڅه مو کوله چې د افغانستان لپاره لوبه وکړو خو اوس دا هېلې له خاورو سره خاورې شوې او ډېر ناامیده له خپل وطنه وځم.»

په دوی کې ځینې لوبغاړو چې اقتصادي وضعیت یو څه ښه دی، په کابل کې د وېزې له شرکتونو د روسیې وېزې له ۵۰۰۰ ډالرو تر ۷۰۰۰ ډالرو اخیستې دي.

ځینې لوبغاړي وايي، د روسیې له لارې غواړي اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

یو بله ډله ځوانان چې اقتصادي وضعیت یې چندان ښه نه دی، د هرات او نیمرزو له لارې د انساني قاچاقبرانو په واسطه په سختو مرګونو لارو ځانونه ایران ته رسوي.

په دوی کې داسې لوبغاړي هم شته چې له ایرانه په قاچاقي لارو ترکیې ته رسېدلي دي.

دوی افغانستان انټرنشنل ته وویل، اروپا ته د تلو لپاره یې څو ګېمونه یې وهلي؛ خو لا هم بریالی شوي نه دي چې ځانونه په کښتیو کې ایټالیا ته ورسوي.

د کابل په رحمان بابا مېنه یا کارته نو کې د سوک وهنې کلب یو استاد افغانستان انټرنشنل ته وویل، په خپلو سترګو یې ځینې شاګردان لیدلي چې له تمرین د پرېښودو سره نشه یې توکو کارولو ته مخه کړې ده.

یو تن استاد:« دا زما لپاره ډېره سخته وه، چې ما خپل ځینې شاګردان ولیدل، چې پخوا یې له ماسره په کلب کې تمرین کاوه خو اوس یې نشه یي توکو کارولو ته مخه کړې ده او دا حالت زما لپاره د زغملو نه دی.»

افغاستان انټرنشنل موندنې ښيي چې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د سوک وهنې ازادو سیالیو یا فري فایټ کلبونه فعال وو.

په دوی کې یوازې په کابل کې د سوک وهنې شاوخوا ۳۰۰ کلبونه وو، چې هر کلپ شاوخوا ۱۵۰ شاګردان درلودل.

پر ازادو سیالیو له بندیز وروسته دا کلبونه هم ځینې بند شوي او نور هم ورته حالت لري.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت په وږي میاشت کې په یو مکتوب کې له ملا هبت الله غوښتي و چې ځینې بندیزونو منظور کړي.

په دې مکتوب کې راغلي، چې پټۍ پرېکول، د ځانګړو ورځو لمانځل، په ادارو کې پر سرو قالینو ګرځېدل او ازادې سیالۍ د اسلام په دین کې نه شته.

دا مکتوب د طالبانو مشر له خوا ملا هبت الله منلی او توشیح کړی، چې ور سره په ازادو سیالیو هم بندیز ولګېد.

له هغه وروسته که کومو افغان لوبغاړو بهرنیو سیالیو کې ګډون کړی د طالبانو اړوند ورزشي ادارې یې خپل استازي نه بولي.

نور خبرونه

رادیو