د افغانستان د مېرمنو د تاریخي بدلون غورځنګ وایي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغان مېرمنو د دغې ډلې په وړاندې خپله مبارزه پیل کړه؛ خو په وار، وار د دوی اعتراضونه په تاوتریخوالي واوښتل چې د ځینو معترضو د نیونې او وژنې سره پایته ورسېدل.
دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ښځو د حقونو فعالینو د ښځو د نیولو په هماغه لومړیو کې د دوی د روحي ربړونې او تېري په اړه رسنیو ته ویلي وو او د جنسي تېریو قربانیانو په خپله هم په ځلونو له هغه څه چې پر دوی تېر شوي وو کېسې کولې؛ خو نه یوازې دا چې د دوی د دغه «وحشت» مخه ونه نیول شوه، بلکې د دغې ډلې «جنایتونو او تېری» لا پسې زیات شو.
خبرپاڼه کې راغلي، چې ډېریو معترضو نجونو د طالبانو له بنده تر خوشې کېدو وروسته ځانونه وژلي او یا هم په رواني ناروغیو اخته شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د فرمانونو په صارولو سره هڅه کړې چې ښځې څنډې ته کړي او د هغوی غوښتنې له پامه وغورځوي.
خبرپاڼې زیاته کړې، د طالیانو د نوي فرمان له مخې د یوې ښځې غږ باید بله ښځه وانه وري چې دا د افغانستان په تاریخ کې په خپله لوی «ننګ او شرم» دی.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د طالبانو نامشروع حکومت ان د مامورینو او متقاعدینو د تنخوا ورکولو وس نلري؛ خو د محدودیتونو په وضع کولو سره غواړي، چې د افغانستان د خلکو له حقونو وتښتي او خلک د ټولنې له حقیقته لرې وساتي.
دغه غورځنګ له ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې غوښتي، هغه څه چې په افغانستان کې تېرېږي بابېزه ونه ګڼي او د دغې ډلې د خپلسریو مخه دې ونیسي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان مېلیونونه ښځې او نارینه د عدالت په تمه دي نړۍوالې ټولنې دې طالبان د هاګ محکمې ته را وکاږي.