د فلسطین خبري اژانس وايي، د جمعې په ورځ پر مرکزي غزه د اسراییل په بمبار کې ۴۷ فلسطینیان ووژل په لسګونو ټپیان شول.
رویټرز خبري اژانس د دې رسنۍ په حواله وايي، وژل شوي او ټپیان تر دېره ښځې او ماشومان دي.
د فلسطین خبري اژانس د رپوټ له مخې، دا بریدونه پر دیروالبلا، نصرت کمپ او الزوایده ښارګوټي شوي دي.
د اسراییل پوځ وايي، مرکزي غزه کې یې څو وسلوال ترهګر پېژندلي او له منځه وړي دي.
دا پوځ زیاتوي چې شمالي غزه کې یې هم لسګونه ترهګر په هدفي چاپو کې ختم کړي دی.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷ د اسراییل پر سوېل د حماس په برید پسې چې ۱۲ سوه کسان پکې ووژل او تر ۲۵۱ یرغمل شول، تل ابیب پر دغه سیمه یرغل پیل کړ.
له هغه راهیسې د اسراییل بریدونو کې تر ۴۳ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي او غزه تر ډېره کنډواله شوې ده.