د لبنان لومړي وزیر نجيب ميقاتي ويلي، چې د امريکا ځانګړي استازي ورسره په خبرو کې له ټاکنو وړاندې د اسراییل او حزب الله ترمنځ اوربند ته اشاره کړې ده.
د اې اېف پي خبري اژانس د راپور له مخې، لومړي وزیر نجیب میقاتي له ځايي رسنۍ الجدید سره په مرکه کې ویلي، چې د امریکا ځانګړي استازي اموس هوخشتاین د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې وویل چې په راتلونکو ورځو کې د نومبر د پنځمې نیټې له ټاکنو وړاندې د اوربند احتمال شته.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر هم خبریالانو ته ویلي:« اموس هوخشتاین د چهارشنبې په ورځ اسراییل ته ځي او هلته به له حزب الله سره د اوربند پر شرایطو خبرې وکړي.»
لومړي وزیر نجیب میقاتي په مرکه کې زیاته کړه، چې «موږ په راتلونکو ساعتونو یا ورځو کې د اوربند د ټینګښت لپاره پوره هڅه کوو.»
تر دې وړاندې حزب الله څو، څو ځلې ویلي، چې یوازې په غزه کې د اوربند په ټینګېدو سره به پر اسراییل بریدونه ودرول شي.
د لبنان لومړي وزیر وویل، اوربند به د ملګرو ملتونو له هغه پرېکړه لیک سره تړاو ولري چې د اسراییل او حزب الله ترمنځ په ۲۰۰۶ کال کې د جګړې د درېدو لپاره شوی و.
د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي وویل، د لبنان پوځ چمتو دی چې د هېواد په سوېلي برخو کې خپل حضور پیاوړی کړي او په سیمه کې به یوازې د دولت تر کنټرول لاندې وسلو او پوځي تاسیساتو شتهوالی تضمین کړي.