د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی او په دغه هېواد کې د طالبانو سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ نن بیا د باري اورګاډي د پیلېدو خبره کوي.
د دغه اورګاډي تر بیا پیلېدو نږدې اونۍ مخکې په کابل کې د چین سفیر وویل، چې له افغانستان سره ګمرکي تعرفه ختموي.
د چین او افغانستان ترمنځ اول ځل د ۲۰۱۹ کال د مارچ په اوله د چین- حیرتان پټلۍ له لارې باري اورګاډی پیل شو، خو وروسته وځنډېد.
خو د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشایونګ نن بیا د دې اورګاډي د پیلېدو خبره کوي.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې نن د جیانګسو ولایت له نانټونګ ښار کې په ۵۵ ډبو بار دا اورګاډی د افغانستان حیرتان ته روان شو.
په بېجینګ کې د طالبانو سفیر بلال کریمي هم په خپل اېکس کې لیکلي، چې یوشیاویونګ او نورو چینايي چارواکو سره په ګډه یې د افغانستان او چین تر منځ د باري اورګاډي افتتاح وکړه.
د ښاغلي کریمي په خبره، دغه اورګاډی په برقي سامان آلاتو، رخت او نورو توکو بار ۵۰ کانټینرونه انتقالوي، چې په شلو ورځو کې به له نانتونګ ښار څخه د حیرتان بندر ته و رسیږي.
بلال کریمي وايي، د دغه اورګاډي پیلېدو سره به د افغانستان او چین ترمنځ سوداګري پراخه شي.
چین د څو محدودو هېوادونو په څېر له طالبانو سره ښه اړیکي لري او د دې ډلې په واکمنېدو سره یې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونې ته مخه کړې ده.
دغه هېواد له افغانستان سره په نورو برخو کې هم سوداګري زیاتول غواړي.
په افغانستان کې د چین سفیر جاو شينګ د اکتوبر پر ۲۵ د طالبانو له مرستیال عبدالکبیر سره تر لیدنې وروسته خپل اېکس کې ولیکل: "چین به له افغانستان سره د ۱۰۰ سلنې تعرفې په ځای صفر سلنه تعرفه وړاندې کړي."
طالبان دا هڅه هم کوي چې له چین سره پر اورګاډي سربېره د واخان له لارې هم سوداګري ولري.
طالبان وايي، د چین تر پولې یې د واخان لار سوداګرۍ لپاره جوړه کړې ده.
د افغانستان او چین ترمنځ د باري اورګاډي د بیا پیلېدو مراسمو کې بلال کریمي هیله ښودلې چې پر اورګاډي سربېره د لاریو په وسیله هم د واخان له لارې د چین او افغانستان ترمنځ سوداګري پیل شي.