د ترکیې ولسمشر رحب طیب اردوغان د غزې جګړو ته په اشارې سره په اسلامي هېوادونو په نیوکې سره ویلي: «د غزې په اړه اسلامي هېوادونو هېڅ کوم کلک غبرګون نه دی ښودلی.»
د ایران تسنیم خبري اژانس د اردوغان له قوله زیاته کړې، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د بشریت دوښمن دی.
نوموړی پرته له دې چې د کوم مشخص هېواد نوم واخلي ویلي یې دي، چې د غزې د یو کلنو جګړو په اړه یوازې څو اسلامي هېوادونو غږ پورته کړی او ډېر شمېر نورو اسلامي هېوادونو هېڅ کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د اردوغان په خبره، د اسراییل د جګړو او د وژنو د درولو په برخه کې هېڅ کوم اقدام نه دی شوی او دا مسله هم د انسانیت د زوال په معنا ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د قطر امیر په سعودي عربستان کې د عربي او اسلامي هېوادونو د تېر کال په سرمشریزه کې د فلسطین په اړه د نړۍوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکه کړې وه.
پر غزې د اسراییل له بریدونو څه باندې یو کال تېرېږي او په دغه موده کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه فلسطینیان وژل شوي دي.
د شمېرو له مخې، د دغو جګړو له پیل راهیسې شاوخوا ۴۴ زره فلسطينيان وژل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا تازه په غزه کې د اسراییل په وروستیو هوايي بریدونو کې د ماشومانو وژل «وحشتناک» بللی او ویلي یې دي، چې له خپلو متحدینو یې د ځواب غوښتنه کوي.
د اې اېف پي خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر ویلي، چې د غزې په بیت لاحیه کې د یوې پنځه پوړیزې ودانۍ په بمبارۍ کې د ماشومانو وژنه «یوه وحشتناکه» پېښه ده.
د فلسطین د مرستو د ادارې ویاند محمود بصیل ویلي، په بیت لاحیه کې د ابو نصر په پنډغالي بریدونه شوي، چې له امله یې د وژل شویو کسانو شمېر ۹۳ ته رسېدلی او ۴۰ کسان لا هم تري تم دي.