د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي چې پښتانه قتل عام کېږي او د ترهګرو په نوم بدنامیږي.
اڅکزي پر خواله رسنۍ اېکس لیکلي چې د پښتنو په یو شمېر سیمو کې ترهګري روانه ده او په کورمه کې د فرقه پالنې په نوم د اور او وینې لوبه روانه ده.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي نن دوشنبه «د لیندۍ ۵مه» پر خواله رسنۍ اېکس په کورمه کې د روانو مذهبي جګړو او په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند لاریون پر وړاندې د خنډونو په اړه غبرګون ښودلی.
محمود خان اڅکزی وايي، له سیاسي پلوه د ځواکمنو او خپلواکو ولسونو لپاره د دوی طبیعي زیرمې د ابادۍ او هوساینې سرچینه ده، خو د پښتنو ولسونو لپاره د دوی خپلې طبیعي سرچینې یو عذاب ګرځېدلی دی.
اڅکزی وايي، په تېرو پنځو لسیزو کې د نړۍ قدرتونو او د هغوی سیمه ییزو نیابتي ډلو افغانستان د خپلو نړیوالو سیاسي، ستراتیژیکو او اقتصادي ګټو لپاره د جګړې ډګر ګرځولی.
نوموړی زیاتوي، چې «دا د افغانستان د بربادۍ مسوول وحشیان نه دي، بلکې له بده مرغه د نړۍ د متمدنو ولسونو دولتونه او د هغوی اشرافیان دي.»
اڅکزي په یوه بل یادښت کې د تحریک انصاف د لاریون د مخنیوي لپاره د اسلام اباد د ځمکنیو لارو د تړلو پرېکړه په کلکه غندلې ده. هغه وايي، «دا ډول کړنې د ډېموکراتیکو اصولو خلاف دي.»
د تحریک انصاف ګوند غړو تر دې وړاندې ویلي و، چې د نومبر په ۲۴مه به په اسلام اباد کې د عمران خان د خوشې کېدو په موخه اعتراضي لاریون کوي او تر هغه به بیرته نه ګرځي چې حکومت عمران خان نه وي خوشې کړی.
دا مهال د پاکستان په ډیرو سیمو کې اسلام اباد ته غځېدلې لارې او بازارونه تړلي او په دغه ښار کې بیړنی حالت اعلان شوی.