ټي ټي پي: پاکستانۍ استخباراتي ادارې خلک په کورمه کې په خپلو کې سره جنګوي

۵ ساعتونه مخکې

تحریک طالبان پاکستان د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي چې د پاکستان استخباراتي ادارې د خپلې ماتې پټولو لپاره غواړي په کورمه کې ځايي اوسېدونکي په خپلو کې سره وجنګوي.

ټي ټي پي د پاکستان پوځ ته په اشارې سره وايي، چې ډېر ژر به یې له دې خاورې وباسي او پاکستان به د سولې ټاټوبی وګرځوي.

تحریک طالبان پاکستان نن دوشنبه «د لیندۍ۵مه» په یوه اعلامیه کې د کورمې پر روان کړکېچ خواشيني څرګنده کړې ده.

یادې ډلې د شیعه وو له خوا د سني مسلمانانو د ښځو نیول او وژل غندلي او دا یې د اسلامي او پښتني دودونو خلاف کار بللی دی.
دغه ډله چې د کورمې له جګړې نه یې د تېر اپوټه فاصله اخستې، وايي، « دا د پاکستان د پټو ادارو کار دی او د خپلې ماتې پټولو لپاره یې د خلکو او طبقو د جنګولو تاکتیک خپل کړی دی».

ټي ټي پي په خپله اعلامیه کې زیاته کړې چې دوی د پاکستانیانو د سر او مال دفاع لپاره جګړه کوي او خپلې موخې ته تر رسېدو پورې به جګړې ته ادامه ورکوي.

دې ډلې یوځل بیا خپله جګړه « دفاعي جهاد» ګڼلی دی.

فرانس پرېس خبري اژانس په خیبر پښتونخوا کې د یوه ځايي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د کورمې په درې ورځنیو شخړو کې لږ تر لږه ۸۲ کسان وژل شوي او ۱۵۶ نور ټپیان دي.

د دغه سیمه ییز چارواکي په وینا، په وژل شویو کې ۱۶ سني او ۶۶ یې شیعه وو.

نور خبرونه

رادیو