حکمت کرزی: لوېدیځوالو سره مو له افغانستان سره د تعاملاتو پر لارو چارو خبرې وکړې

۲ ساعتونه مخکې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال حکمت خلیل کرزی وایي، چې د څو لوېدیځو هېوادونو له استازو سره یې په کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړي.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې په دې کتنه کې یې په افغانستان کې د تعاملاتو پر لارو چارو هم بحث کړی دی.
دغه ناسته چې په دوحه کې د برېتانیا د سفیر په کوربتوب شوې، په کې د یاد هېواد، امریکا، المان، ایټالیا، هالنډ او فنلنډ استازو حضور درلود.
دغه ناسته په داسې حال کې کېږي، چې د نړۍ ډېر شمېر هېوادونه د طالبانو پر حکومتولۍ نیوکې کوي او د افغانستان په روان وضعیت اندېښمن دي.
د ښځو په کار او زده کړو بندیز، پر رسنیو د محدودیتونو زیاتېدل، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د مېشېتېدو په اړه راپورونه، د طالبانو ترمنځ اختلافات، وزګاري او ناوړه اقتصادي وضعیت هغه څه دي، چې نړۍوال پرې اندېښنه لري.
د یادولو ده، چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر اميرخان متقي له چینایي او روسي چارواکو سره هم په کابل کې پر اقتصادي همکاريو، پانګونې، ټرانزيټ او د دوه اړخيزو اړيکو پر زياتېدو خبرې کړې دي.
سره له دې چې د طالبانو حکومت د سیمې په ګډون د نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره ښې اړیکي لري، خو بیا هم تر اوسه هېڅ یوه هېواد یاده ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.

نور خبرونه

رادیو