د ناټو لوړپوړی چارواکی: د روسیې ځواکونه د ۲۰۲۲ کال په پرتله زیات شوي، خو کیفیت یې خراب شوی

۳ ساعتونه مخکې

د ناټو یو لوړپوړي پوځي چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل، چې د روسیې ځمکني ځواکونه اوس د ۲۰۲۲ کال په پرتله زیات شوي، خو د دې ځواکونو کیفیت له هغه وخت راهیسې خراب شوی دی.

دې چارواکي زیاته کړې: "روسیه چې په ۲۰۲۲ کال کې ګواښ و، نور نه دی."
راب بایر د یادو ځواکونو د تجهیزاتو وضعیت او روسي سرتېرو د روزنې کچې ته په اشارې سره وویل: «د دې ځواکونو کیفیت خراب شوی دی».
د نوموړي په خبره: «اوسمهال روسیه د ۲۰۲۲ کال په څېر ګواښ نه ده، نو د دې لپاره چې مونږ ځان چمتو کړو لږ وخت ته اړتیا لرو.»
یاد پوځي چارواکی زیاتوي، چې دا په دفاعي صنایع کې د پانګونې د زیاتولو په معنا ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روان کال د وږي په میاشت کې د یوه فرمان په ترڅ کې دستور ورکړی و، چې د دې هېواد په پوځ کې دې ۱۸۰ زره کسان اضافه شي.
د پوتین د دستور پر بنسټ، اوسمهال د روسیې د ټولو پوځي ځواکونو شمېر ۲،۳۸ میلیونو کسانو ته رسېدلی او د فعالو او خدمت ته د برابرو ځواکونو شمېر بیا ۱،۵ میلیون کسانو ته رسېږي.
رویټرز د استراتیژیکو مطالعاتو د نړۍوالې موسسې له قوله راپور ورکړی، چې د روسیې په پوځ کې د شمېر زیاتېدل د دې لامل کېږي، چې روسیه به له امریکا او هند څخه په دې برخه کې مخکې شي او په نړۍ کې به تر چین وروسته دویم هېواد وي، چې لوی پوځ لري.
یادې امریکایی موسسې ویلي، چې د چین پوځ څه باندې دوه میلیونه فعال پرسونل لري.

نور خبرونه

رادیو