په خیبر پښتونخوا کې د یوه لوړ رتبه افسر په ګډون درې سرتېري وژل شوي

AP ۱۴۰۳ لړم ۹

د پاکستان د پوځ د عامه خدماتو څانګې وویل، چې په خیبر پښتونخوا کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د یوه لوړ رتبه افسر په ګډون درې سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه خدماتو څانګې د چهارشنبې په ورځ ( د لړم ۹مه) پر اېکس پاڼې کاږلي، چې پېښه د بکاخېل بنو ولسوالۍ کې ترسره شوې ده.

دغې څانګې لوړ رتبه افسر عاطف خلیل او دوه نور سرتېري د زاد الله او غضنفر عباس په نومونو یاد کړي دي.

خپلواکو سرچینو ویلي، چې د دې عملیاتو موخه د حافظ ګل بهادر ډلې اړوند د صادق الله ګربز کاروان پر ضد و.

د راپورونو له مخې، تر دې مخکې له سیمې څخه د درنو ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د ویلو ده، چې د پښتونخوا د بنو ولسوالۍ د غوړه بکاخېل په سردي خېلو سیمه کې د پاکستاني طالبانو او پوځ ترمنځ جګړه کې د الوتکو د بمبار له امله ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په نښته کې د پاکستان د پوځ د یوه افسر په ګډون د درېیو سرتېرو د وژل کېدو پخلی شوی دی.

د سیمې خلکو ویلي، چې پاکستاني چورلکو د دوی د استوګنې په سیمه کې پر وسله والو بمباري کړې، چې له امله یې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي او د ملي ولسواک ګوند مشر محسن داوړ وايي، چې په غوړه بکاخېل کې خلک د پوځ او جنګیالیو ترمنځ په جګړه کې ایسار دي او له سیمې د وتلو لارې بندې دي.

د بنو بکاخېل سیمه چې یو وخت د پاکستان تر ملاتړ لاندې د طالبانو امن ځای و او د وزیرستان ګڼ بېځایه شوي هم په دې سیمه کې اوسېږي، په دې وروستیو کې د پاکستان د طالبان تحریک او حافظ ګل بهادر ډلې په کې نفوذ کړی.

نور خبرونه

رادیو