طالبان: تېره ورځ نږدې ۳۰۰ کورنۍ له ایران او پاکستانه راستنې شوې

AP ۱۴۰۳ لړم ۸

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې تېره ورځ له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه ۲۹۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

دغه اژانس د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په حواله د سې شنبې په ورځ د (لړم ۸مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د دغو کورنیو له ډلې ۲۶ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۲۱ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۷۴ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې او ۱۷۲ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

راپور کې لیکل شوي، چې د دغو کورنیو له ډلې ۱۹ یې خپلو اصلي سیمو ته لیږدول شوې او سلګونو کورنیو ته مرستې وېشل شوې دي.
طالبانو دا نه دي ویلي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه او که زور له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنې شوې دي.
خو ډیرۍ وخت د ایران او پاکستان له لوري افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته شړل کیږي.
په دې وروستیو کې ایران پر افغان کډوالو فشارونه خورا زیات کړي.
د ایران د حکومت له لورې د ایران په ګڼو ښارونو کې افغان کډوالو ته کورونه په کرایه نه ورکول کیږي او نه هم افغانانو ته په دغه هېواد کې د کارکولو، ښوونځیو ته د تګ او ان په نانوايي کې د ډوډۍ د رانیولو اجاره ورکول کیږي.
له څه باندې یوه کال راهیسې، د پاکستان او ایران له لوري د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل شوې، خو تر اوسه طالبان په دې نه دي توانیدلي چې د یادو هېوادونو له لوري پر افغان کډوالو د فشارونو په کمولو کې ګام پورته کړي.

نور خبرونه

رادیو