طالبان: له دوو ګاونډیو هېوادنو شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ راستنې شوې

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۵

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۲۰۱ کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوې.

دغه اژانس په اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه ۲۰۱ کورنۍ د کندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات ولایت له لارې راستنې شوې دي.
دغه اژانس زیاته کړې، چې دغو کورنیو تر ستنېدا وروسته د طالبانو له‌خوا مرستې ترلاسه کړې او د لا زیاتو مرستو ترلاسه کولو په موخه نړۍوالو بنسټونو ته ورپېژندل شوې دي.
له بل پلوه د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له مخې، په تېر یو کال کې نږدې ۷۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه او ۶۲۱ زره کډوال له ایران څخه بېرته افغانستان ستانه شوي دي.
خو ‏د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۷۸۶ زره ۷۶۹ افغانانو خپل هېواد پرېښی دی.
ورته مهال پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و، چې د روان ۲۰۲۴ کال د (اکتوبر له اومې نېټې د نومبر تر پنځمې) له پاکستانه ۲۶ زره او ۴۵۰ افغان کډوال اېستل شوي دي.
د لړم په ۲۲مه بیا ایراني رسنیو ویلي و، چې د روان کال له پيله تر دې دمه ٢٣زره او ١٥٦ تنه بې اسناده افغان کډوال د دوغارون له لارې خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو