کاناډا وايي ۱۹ کډوال یې افغانستان ته لېږلي دي

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۶

د کاناډا د سرحدي خدماتو اداره وايي ۱۹ کډوالو چې د پنا اخیستو غوښتنلیکونه یې رد شوي و افغانستان ته لېږلي دي.

دغې ادارې ویلي چې دوی په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي او بېرته لېږلو یې کوم امنیتي دلیل نه درلود.

د کاناډا سرحدی خدماتو د شنبې په ورځ وویل چې هیڅ یو افغان له کاناډا د امنیت یا خوندیتوب اندېښنو له امله نه دی ایستل شوی او دوی په خپله خوښه له دې هېواده وتلي دي.

دغې ادارې د "شخصي حریم مسایلو" له امله د نورو جزیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

دغه ستنول د ۱۹۹۴ کال د پرېکړې خلاف دي چې د افغانانو لپاره په پام کې نیول شوې ده.

د کډوالو د نه ستنیدو لنډمهاله پرېکړه په بحراني حالتونو کې خپلو هېوادونو ته د کډوالو جبري ایستل ودروي چې پکې بشري ناروین او جګړه روانه وي.

دغه حکم کډوالو ته اجازه ورکوي چې په کوربه هېواد کې تر هغه وخته پاتې شي چې په خپلو هېوادونو کې یې وضعیت ښه شي.

د افغانانو لپاره، دا حکم له ۱۹۹۴ کال راهیسې عملي کېږي او یوازې مجرم کسانو باندې دا حکم نه عملي کېږي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په کاناډا غږ کړی چې په هېواد کې ټولو افغان کډوالو میرمنو ته پناه ورکړي.

هغه ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت "ډېر خطرناک" دی او د طالبانو په رژیم کې پر هغوی سخت فشار راوړل شوی دی.

د کډوالو ایستلو د هغو کارپوهانو اندیښنې راپارولې دي، چې باوري دي افغانان په خپله خوښه نه دي راستانه شوي او د اقتصادي یا ټولنیزو فشارونو له امله له کاناډا څخه وتلو ته اړ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو